پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکلتورداعش ځپلې هسکه مېنه کې له کلونو وروسته ادبي ناسته وشوه

داعش ځپلې هسکه مېنه کې له کلونو وروسته ادبي ناسته وشوه

تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د ننګرهار، د شینوارو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش د نږدې یوې لسیزې د ترهګریزو فعالیتونو د لمنې ورټولېدو وروسته لومړنۍ ادبي غونډه وشوه.

غونډې ته په وینا کې د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل وویل، خوښ دی چې دا ولسوالي بیرته د سولې په کور بدله شوې ده.

د کابل پوهنتون استاد پوهنیار محبوب شاه محبوب وویل، د دغسې ادبي غونډو دوام او د ځوانانو نمانځنه به په شینوارو ولسونو کې د نوي ژوند هیلې بیا راوټوکوي.

د ننګرهار پوهنتون استاد زمرک ویسا بیا هسکې مینې ته لیکلی نظم ولوست او خوښي یې وښودله چې دا ولس بیرته د خوشاله او ارام ژوند خواته راګرځېدلی دی.

د الفلاح پوهنتون استاد خوشال جواد بیا له اوږدې مودې جګړې وروسته خپل کلي ولس ته د ورګرځېدو د خوشالۍ مبارکۍ وویلې او د سعید شینواري او میوند درځار هڅې یې وستایلې.

شاه محمود شینواري بیا په ډېره خوشالۍ خو په غریو نیولي غږ د سعید شینواري هغه نظم ولوست چې د شینوارو د جګړ‌ له ناکردو یې فریاد په کې کړی.

مبین شینواري، وصي الله ابهام، الیاس مظلومیار، حضرت یوسف یوسفزی، قومي مشر جمعه دار خان د غونډې نور وینا وال وو چې د میوند درځار او سعید شینواري په ژوند، شعري پنځونو او خدمتونو یې خبرې وکړې او مقالې یې واورولې.

په پای کې د غونډې په برابروونکو او په نمانځل شویو کسانو معنوي ډالۍ هم وویشل شوې.

دغه راز د غونډې چمتو کوونکي فعال ځوان زاهد پښتون هوډ څرګند کړ چې دا لړۍ به جاري ساتي او د سولې کور هسکې مېنې ته به د چکرونو او سیاحت لپاره د خلکو راستنولو کمپاین نه دروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب