دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسپین‌غر ادبي بهیر د اووه دېرشمې ادبي ناستې راپور

سپین‌غر ادبي بهیر د اووه دېرشمې ادبي ناستې راپور

راپور: جانان خدرخېل

نېټه: ۱۳۹۸ لیندۍ ۲۲مه

سپین‌غر ادبي بهیر ملګرو پرله‌پسې اووه دېرشمه ادبي ناسته وکړه، دغه ناسته چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو په تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې سردار ولي ساپي سمبالولې، غونډه د جانان خدرخېل لهخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د تېرې اوونۍ راپور راز خوږیاڼي ولوست چې د ګډونوالو خوښ شو او ځینو ملګرو پرې رغنیز نظرونه ورکړل. د ناستې مشري محمد صدیق خوږیاڼي کوله او د مېلمه څوکۍ استاد خدایداد کوچي ته ځانګړې شوې وه، پیلیزه وینا د بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي وکړه، نوموړي پخپلو خبرو کې له بهیروالو مننه وکړه چې بهیر په مینه پالي، ښاغلي خوږیاڼي د مرستو سمبالښت کمېټې غړو ته لار ښوونه وکړه، چېخپلې هلې ځلې چټکې او لاسته‌راوړنې له ملګرو سره شریکې کړي، خوږیاڼي وویل: د استاد شمشېر کتاب ته به پر نورو اولویت ورکوو او هر څومره ژر چې کېدای شي باید د دغۀ مشر او سپین‌ږیري شاعر شعري ټولګه چاپ شي.

د ځانګړې وینا لپاره استاد خدایداد کوچی دریځ ته وبلل شو، استاد کوچي بهیر کې ګډون د ځان لپاره ویاړ وبالۀ او خوښي یې وښوده چې پخپله سیمه کې داسې یو څۀ ګوري چې د ځوانانو لپاره یو ښۀ روزنتون او ښوونیز مرکز دی، کوچي زیاته کړه: له ډېره وخته مې هیله درلوده چې سپین‌غر ادبي بهیر کې برخه واخلم او دا دی بالآخره دا ویاړ راپه برخه شو، ښاغلي کوچي ځینې لارښوونې، سپارښتنې او د بهیر د لا پرمختګ لپاره ګټورې مشورې شریکې کړې چې ګډونوالو یې د لاسونو په پړقا هرکلی وکړ، ورپسې د حفیظ الله رحیمي غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې په هر بیت یې ملګرو جلا جلا نظرونه ورکړل، ښاغلی رحیمي یې وهڅوو چې د ښه شعر لیکلو وړتیا لري او باید شعر ته نوي موضوعات او نوی رنګ ورکړي، رحیمي په ورین تندي د هغوی نظرونه واورېدل او له ټولو ملګرو یې مننه وکړه چې د دۀ پر غزل یې خبرې وکړې، وروسته آزاده مشاعره ترسره شوه چې جمشېد تکل، هدایت الرحمن ډاډ، ادریس فقیر، جان ولي ثاقب، وسیع الله ګوهرخېل، محمدغوث نوري، جانان خدرخېل، سید احمد احساس، سنګر جانان‌خېل، محمود ځلاند، استاد شمشېر خوږياڼي، سلیمان فقیر، محمد آصف، استاد محمد رازق ځلاند، برکت اسیر، استاد احمدالله چابک، بریالی ملنګ، پیرمحمد کږه‌وال، حفیظ الله رحیمي، شېر بهادر عابد او ډاکټر نور زاده پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخاب شوي شعرونه واورول، څو په زړۀ پورې ترنمونه هم د مشاعرې یوه برخه وه چې ګډونوالو ترې خوند واخیست، د غونډې ارزونه د تېر په څېر محمد غوث نوري وکړه، هغه په ټوله کې غونډه ښه وارزوله خو ځینې نکتې یې ملګرو ته ورپه ګوته کړې تر څو راتلونکي کې ورته پاملرنه وشي، یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد وسیع الله ګوهرخېل په دعایه پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب