ښه پوهېږم چې اغیارو، بلکه په اول پړاو کې عزیزانو تیارې چړې په بیلاو(سپنخور) اچولې چې ښې تېرې شي. ما به لا دا لیکنه پوره خپره کړې نه وي چې چا به د تکفیر ټاپه لاس کې نیولې وي، څوک به څک ناست وي چې امریکایی مې کړې. خو یتیم په ژړا پوخ دی، لسیزې دمخه خلقیانو د سي آېی اې او اېف بي آی منصبونه راکړي وو او چې ترې پېښور ته وتښتېدم تنظیمونو بېرته کې جی بي کړم. نو ګوره چې په دې لیکنه به مې په کومو الفاظو نمانځيدوه ورځې دمخه مې د عیسوي جنترۍ په حساب کالیزه وه. (ډز الله اکبر، سړی رانه عیسوي شو، قمري اسلامي جنتري یې هېره ده). داسې نه ده خو ماشومان وايي سپوږمیزه جنتري لکه ستن خوړلې سرګردانه ګرځي، نو ابا، ستا کالیزه به کله څېله کې وي، کله پشکال کې، زموږ نه لورې ورکوي چې ابا جان د کال به کومه ورځ پیدا شوی.
په هر صورت د کور ټولو شیطانانو پس له هفتو هفتو، پټو غونډو او پس پسیو یما د زېږېدنې د جشن تابیه ونیوله. یو زوی اشرق کې و، بل مشرق کې، ټول سره راټول شول، زامن، لوڼې نمسي، لنډه دا چې ټول بلا بتر، سپین ګورګوړي، تور ګورګوړي رانازل شول. اصلي پسات زما د کوروالا و، چې په تلفون، مسجونو، ټویټونو او فېسبوکونو یې ټول کولولي وو. زه ساده ګی لګیا وم د حبیب نثار، د پټیالې یار، راجا محبوب الله خان، څپاند، د کانګرو خان، هادي هادي، حفیظ غښتلی او نورو بدماشانو سره چېټ کاوه چې غر شو،. ځوځ ماځوځ د قاف غره له کنډوه راشېوه شول. یو بل مردار شی دی چې دلته ورته ، سرپراېز وايي، مانا ناڅاپي آسماني کاڼی. په همدې قسم ټوله رمه راغله. خوشاله شوم چې پس له میاشتو دا ګلان وینم. په لاسو او پښو مې یې برید خش کړ، سر تر پښو یې ښکولم او مخونه یې راپورې موښل. د ځینو خو پښتو هم نه وه یاده،«ابا جان آی لف یو».
مېرمنه مې د پښتنو هر دود، په تېره بیا دا ساتلی چې مېلمه وګوري پخلنځی ته ورمنډه کړي. دقیقه لا تېره نه وه چې د پیازو د سرو کېدو ځزا او تریخ بوی د ناستې تر خونې را ورسېد، مېلمانه لکه موږکان پوزې راکاږي او دا کرغېړنه هوا تنفس کوي. خو دا ځل راغلو مېلمنو پرې نه ښوده، غږ ېی کړ چې نن به ناری رستوران کې کوو.ما نه و نو کول خو اورېدل مې چې بهر د دوی موټرې چالانې پاتې وې. مېرمنې مې لاس نیولی پاس بوتلم، په بیړه یې دریشي راته را واېسته، د نکټايي سره یې په بستر راله کېښوده، بیا نو خپله تشناب کې په سینګار لګیا شوه. ما د سترګو په رپ کې دریشي اغوستي وه،. له ښکیه د بچیانوغږونه وو چې هلئ تیار شئ. یوه لور مې پاس راغله، بې له اجازې تشناب ته ننوتله، له مور سره یې شوربګت جوړ کړ،« مورې! بیړه کوه، یوه څمڅۍ مخ دې څومره په ناز نخرو سینګاروې، ناوخته کېږي، رستوران کې مو فرمایش ورکړی، هر څه تیار دي او ته لا په خپل ګونځې مخ لګیا یې»
رستوران کور ته لنډ پروت و، چې ورغلو، خدمه دو طرفه راته ولاړ و، یو لوی کېک په پتناسه کې، یوه شمعه ورکې ولاړه. په عزت یې د مېز بر سرکې کېنولم، شمعه یې ولګوله، بیا ټولې کورنۍ او خدمه و، په ګډه په انګرېزۍ دا بدله وویله
Happy birthday to u,
Happy birthday to u
Happy birthday dear abajan
Happy birthday to u!
زما د عمر اټکل لوستونکي کولی شي، چې په ډېر شواخون او څو ځلي پو کولو مې ایله شمعه مړه کړه.
بیا یې وړو پاکټونو کې تحفې په مېز انبارکړې. یوه یوه مې پرانستله او له مجبورې ورځې مې یې صیپتونه کول، ټولو په چکچو بدرګه کوله. واه واه دا څومره ښکلې عینکې دي، څومره ښایسته بوټان! دا څومره ښه د غاښو برس چې تل مې ارمان و!
چې ډوډۍ ختمه شوه، راوتلو، ما مې جېب ته لاس کړ چې پیسې راوباسم، خو مشر زوی مې وویل، ابا پام کوه. نو ما ویل خیر تاسو پیسې ورکړي، زه به (تېپ) بخشش ورته کېږدم، خو چا ته وایې؟ لاس مې یې پرې نه ښود چې له جیبه ووځي.
بېرته کور ته راغلو. دلته یې لویې تحفې راته پر مېز دلۍ کړې. یوه د اورېدو آله وه، په غوږ کې یې کېږده، له لس متره لرې د موږک د پچ پچ ښکالو لا اوري. ټولو تجربه کړ او بیا یې زما د غوږ د پوڅه کۍ تر شا داسې خوندي کړ چې چا نشو لېدلی. کشري زوی مې ټوکه کوله چې اوس مې ابا ته هېڅ بهانه پاتې نه شوه، د مور ټول شکایتونه اوري. دا یې رښتیا ویل. ما به د مېرمنې په شکایتونو نو تل ځان کوڼ اچاوه چې دې به ډالرغوښته ما به ورته ووې، هو، د کمیسه کالر مې د غاړې سره برابر دې. یوه بله بلا چې یې راکړه، نور څه کوې،لا مې د هغې برغولی نه شو لرې کولی، چې دوی راته خلاص کړ، په چالانو لویې نه پوهېدم. ما ورته عذر ونه کول چې هماغه د دقیانوس د وختو کمپیوتربس دی، خیر دی چې موډم یې دروند دی، دا بېرته ورکړﺉ، خو مه دې شه!
نو اوس د لوستونکو خوښه، چې مې په تېرو حلالوي که په څټو!
14.02.2013