څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره وشوه، ګډونوال یې ډېر او ګڼو شاعرانو پکې شعرونه وویل.
د مشاعرې ارزونه په ټولنیزو رسنیو کې په منفي او مثبت دواړو نظرونو وشوه خو منفي یې یو څه ډېر وو.
نارنج ګل مشاعرې په ټولنیزو رسنیو کې نۀ یوازې د ښۀ والي یا بدوالي بلکې د شعر او شاعر په اړه هم بحثونه را وپارول.
ځینو شعر لیکل، ویل او ورته کېناستل د وخت ضایع وګڼله او ځینو بیا د اوسني وروسته پاتې حالت مسوول شاعران ګڼل چې ګواکې دوی خلک له اصلي کارونو او مسوولیتونو راګرځوي.
دلته د خلکو د نیوکو او شعر پېژندنې پۀ اړه څو خبرې کېدای شي.
شعر او شعریت د ټولنې، ژبې او کلتور ښکلی جوړښت دی او د دې ارزښتونو ساتونکی دی، شعر لیکل ویل او اورېدل یوه خیالي، جمالیاتي او ذوقي اړتیا ده.
شعر تر هر څه وړاندې د یوې خیالي، فکري او ذوقي غریزې پوره کوونکی دی.
کۀ لنډ ووایم انسان لکه څنګه چې خوړو او اوبو ته اړتیا لري، په همدومره کچه مینې، مهربانۍ او خوږو خبرو ته اړتیا لري او دا هر څه په شعر کې شته.
هر انسان د ښکلا پېژندنې او د ښکلاییز بحث لېوال او مېنوال دی او پرته لۀ شکه چې ښکلا تر هر څه په شعر کې ډېره ده او شعري چوکاټ دی چې د ښکلا او مینې ارزښت ته قایل دی.
لۀ همدې امله شعر او ادبیات نۀ یوازې د ژبې او کلتور د ساتلو مورچلونو دي بلکې د وګړو د فکري او جمالیاتي تندې خړوبوونکي هم دي.
د شعر او نظم چوکاټ ته کۀ ژور نظر کوو او د نظم او نثر په بریدونو او جلاوالي غږېږو نو یوه پایله یې دا هم راځي چې نظم او نثر لۀ یو بله بېلولی نۀ شو خو دا خبره پۀ خلاص زړه کوو چې دواړه پۀ هنریت مالامال دي.
استاد غضنفر وایي، د ځینو شاعرانو لیک چې مونږ یې ښایي نظم وبولو خو تخلیق کوونکی یې نثر بولي؛ او همداشان ځینې الفاظ چې لیکونکی یې شعر بولي ښایي د نثر ځانګړنې پکې ومومو.
پۀ همدې لحاظ هغه خبرې چې اغېز کوونکې او احساس پارونکې وي شعري او هنري یې بولو.
کله چې فصیحه او بلیغه وینا په شعریت او هنریت کې راځي، بیا نو دا د هنریت برکت دی چې د خپلو ویناوو او فصیح او بلیغ کلام له برکته یې په امریکایي تولڼه کې تورپوستی باراک اوباما تر سپیڼې ماڼې او د امریکا تر ولسمشری ورساوه.
د شعر ځینې منتقدان شعر بې ارزښته او بې کاره شی بؤلي او دلیل راوړي چې اوسنۍ زمانه د شعر نۀ بلکې د ساینس او ترقۍ ده.
خو دا یې ممکن هېر وي چې د نړۍ ژوندۍ او ډېرویونکې ژبې د ادبیاتو او ادبي نوښتونو پر مټ ځلاندې دي. اوس هم هر کال په ادبیاتو کې د نوبل نړیواله جایزه د فزیک، کیمیا او بشري حقونو سره یو ځای ورکول کېږي ځکه نو ویلی شو چې ادبیات او شعر په پرمختللې نړۍ کې هم اوچت ارزښت لري.
تر میلاد د مخه په یونان کې د هومر د الیاد او ادیسه حماسې هم د لرغوني یوناني فلسفې او افکارو د راپورته کوونکو لاملونو لۀ ډلې یو لامل دی. هغه یوناني فلسفه چې په راوروستو وختونو کې یې د علومو، موجوداتو او مضمونونو سپړنه، څېړنه او وېشنه کړې ده.
زۀ بیا هم وایم چې زموږ یوه لویه ستونزه دا ده چې د یوه مسلک لۀ مخکښ او بریالي کس څخه تمۀ لرو چې په هره حصه او رشته کې کار وکړي، او ښۀ کار وکړي. مثلاً لۀ شاعر غواړو چې پرمختللې وسله راته جوړه کړي، ټولنیزې ستونزې راته حل کړي او د ملتونو په قطار کې مو لوړ مقام تۀ ورسوي.
شاعر ممکن د ټولنې پۀ اقتصادي، ټکنالوژیک او ساینسي اړخ جوړېدو باندې بریالی نۀ شي خو دا کار ضرور کوی شي چې د شعر پۀ خوږه او پارونکې ژبه مو خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. چا چې د اروښاد سید بهاوالدین مجروح د ځانځانۍ ښامار لوستی وي؛ پوهېږي چې شاعر څومره پخوا ټولنه خبره کړې چې پۀ ښار بلا را روانه ده او ټول ښار به لوټ کړي. دا د شاعر ځانګړنه ده چې ضمیرونه ويښوي او د هغه مارغه په څېر چې د خزان شوي او سپېره باغ پر برخلیک ژاړي، دی هم د غم، ویښتابه او بیدارۍ غاړې وهي.
د شعر د ارزښت، مهموالي او اغېز لپاره دا تر ټولو ستر ثبوت دی چې د قران پاک غوندې عظیم کتاب یې پۀ مقابله کې نازل شوی دی.
د شعر نفعې کوونکي پۀ دې هم غوسه دي چې پۀ نارنج ګل کې د کار، زده کړو او انساني ازادۍ په اړه شعرونه ونۀ ویل شول. دا خبره تر یوه ځایه سمۀ ده خو د شعر مینوالو دا قرباني پۀ تېرو کلونو او نظامونو کې هم ورکړې ده. ادبي ناستې او مشاعرې لۀ اوله په حکومتي چوکاټ کې سانسور او ګیروګان وې. د تېر نظام پر وخت پۀ ۲۰۲۱ م کال کې د خوست چنار کلنۍ مشاعره ښایي ډېرو ته یاد وي چې د وخت والي پکې ۱ ساعت بې خونده لیکچریزه وینا کړې وه.
دا ښۀ خبره ده چې مشاعرې او ادبي ناستې باید ازادې او لۀ هر قسم سانسور مستسناء وي. دا هم مناسبه نۀ ده چې پۀ مشاعره کې ویل کېدونکی شعر باید اول د کتنې او ارزونې لپاره د مشاعرې کمیټې ته وسپارل شي، دا رښتیا هم د خیال، فکر او کلام ازادي ګواښي او د لیکوال په وړاندې اصولي کار نۀ شي بلل کېدای. خو کۀ څوک دا ستونزې دلیل راوړي او شعر نفعې کوي او یا یې بې مانا کار بؤلي، پرته لۀ شکه چې د یو لوی ژبني او عاطفي ارزښت پر وړاندې درېږي او ظلم کوي.
شاعر ته هم پکار ده چې شعر لۀ شعار وساتي او اجازه ور نۀکړي چې شعر په شعار بدل شي. دا ظلم د دیارلسمې هجري شمسي پېړۍ د ۷۰ یمې لسیزې پر مهال هم لۀ شعر سره شوی ؤ او هغه وخت هم خاصو شاعرانو د شعر حیثیتي بېړۍ د اصالت ساحل ته راکاږله.
د بښتو ژبې مشهور شاعر اراوښاد غازی سیال به ویل، غزل ځکه نۀ لیکي چې غزل، غزل نۀ دی پاتې شوی او د عاطفي مضمونونو پر ځای پکې د وینو، وژنو او وسلو خبرې کېږي.
ځینې خلک د شاعرانو او د هنر لۀ رشتې سره د تړلو خلکو اقتصادي بقا او د ژوند ورستیو شېبو ته هم ګوته نېسي، وایي شاعران د خیال او هنر پۀ نړی کې دومره غرق وي چې حقیقي نړۍ، ژوند او ژواک یې هېر وي او پۀ اخېره کې یې د علاج لپاره چندې کېږي.
دا ستونزه جدي ده او ټولشموله ده، دا زموږ ټولنیزه ستونزه ده. فقر او غربت زموږ د ټولنې د ډېریو ستونزو سرچینه ده. زموږ د ټولنې اقتصادي جوړښت پۀ تعادل ولاړ نۀ دی. دې وطن کې یوازې شاعر غریب نۀ دی؛ دلته مسلکي پیلوټان، انجینران او هغه جنرالان هم د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي چې کلونه کلونه یې پۀ نظامي لیکو کې د هېواد ساتنه او خدمت کړی. حتا ځینو ته یې مشروع حق ” تقاعد ” هم نۀ ورکول کېږي. شاعر به هم هڅه کوي او د رزق ګټلو خواري به نۀ پرېږدي.
یو ځای کوم شاعر وایي:
پلار مې افلاطون نۀ ؤ خو ویل به یې
خېټه غزل نۀ غواړي ډوډۍ غواړي