چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد پاکستان شارژدافېر له ملاشیرین سره د ډیورند په اړه خبرې وکړې

د پاکستان شارژدافېر له ملاشیرین سره د ډیورند په اړه خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) راپورونه وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفارت سرپرست او شارژدافېر عبید نظاماني په کندهار کې د دغه ولایت له والي ملاشېرین اخوند سره د ډیورند کرښې په اړه خبرې کړي دي.

ملا شیرین د طالبانو د حکومت له لوري د ډیورند کرښې د مسلو د حل د کمېټې ريیس هم دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان کورنیو رسنیو ته وویل، د کندهار له والي سره د نظاماني د خبرو موضوع د پاکستان اندېښنې او کرښه کې هغه شخړه وه چې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې پېښه شوه.

ده زیاته کړه:«د یادې کرښې په اوږدو کې د اړیکو په اړه وویل شول چې دواړه خواوې باید هڅې وکړي. که تاسو خبر یاست، درې ورځې وړاندې په خوست کې یوه پېښه وشوه چې پلټنه یې په اړه روانه ده، او د کندهار والي د هغې ګډې کمېټې مسوول دی چې وخت په وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ غونډې کوي او مسایل پکې شریکیږي.»

پرون (سې شنبېږ د حوت ۲۲) د ملا شیرین اخوند دفتر په یوه اعلامیه کې وویل:« کندهار والي په پاکستان کې یې د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په موخه هغه ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، ترڅو د پاکستان نوی حکومت د پاکستان او افغانستان دواړو، چې اسلامي او ګاونډي هیوادونه دي او له یو بل سره نژدې اړیکي لري؛ ګټي خوندي کړي او په راتلونکي کي یوه خوندي فضاء جوړه او د دواړو هیوادونو د پالیسو مطابق پروګرامونه تطبیق کړي.»

د طالبانو په اعلامیه کې د نظاماني له قوله ویل شوي، چې ډېر ژر به خپل هېواد ته سفر وکړي او هلته به دا او ورته نورې څرګندونې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکې کړي.

2 COMMENTS

  1. په پاکستان کې انتخابات ګناه نلري. مبارکي ورته پکار ده خو افغانستان کې انتخابات کفري عمل دی…. ههههه….. غلامانو تر کله به خرسواري کوئ؟؟؟

  2. دا پنجابی تربیه شوۍ قادیانی غلام چړی دواړه چټل غلامی لاسونه پنجابی ته
    پورته کړی دی تاسی پنجابیو غلامانو افغانستان پنجابیو ته تسلیم کړۍ دی تاسی ملی خائينینو د افغان افتخار نام کاملآ بی عزته کړۍ دی تاسو غلامانو مقابل کښی لکه د روسانو او ددوی غلامانو مقابل کښی افغانی جهاد حتمی او ضروری دی !!!!!
    تاسی پنجابی غلامانو لږ څه پاسه دوه کالونو کښی مسلسل درواغ ویلی دی تاسی غلامو منافقینو اسلام مبارک دین جهان ته شعوری بدنامه کړ !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب