Homeخبرونهپه وروستیو ورښتونو کې لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي

په وروستیو ورښتونو کې لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په افغانستان کې د وروستیو درو اوونیو د واورو او بارانونو له کبله لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د سږني ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې خو روانه حوت د معمول خلاف سخت ورښتونه وشول چې لا هم دوام لري.

د ورښتونو له کبله په ډېرو سیمو کې سیلونه جاري شول او په ځینو ځایونو کې د خلکو خټین کورونه ونړېدل.

له پېښو سره د مبارزې وزارت ویندوی جانان سیاق په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي:«د فبرورۍ له شلمې را په دې خوا د واورو او بارانونو له کبله له بده مرغه ۶۰ هیوادوال شهیدان شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.»

د ورښتونو او په نتیجه کې یې د سیلونو د بهیدو له کبله زرګونه څاروي هم مړه شوي دي.

همداراز لږترلږه ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي او سلګونه هکتاره کرنیزه مځکه ورانه شوې ده.

افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې له ګڼو طبیعي پېښو سره مخامخ شوی دی. تر دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې په هرات کې سختو زلزلو ۱۵۰۰ تنه مړه او شاوخوا ۳ زره کورونه ویجاړ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...