شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد فرانسې پارلمان ته د افغانستان پر وضعیت د نبیل او یو...

د فرانسې پارلمان ته د افغانستان پر وضعیت د نبیل او یو شمېر نورو سیاسي څېرو ویناوې

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) د فرانسې پارلمان نن د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه هېواد له یو شمېر سیاسي څېرو او فعالانو سره د غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، د هزاره ګانو قوم د مشهور جنګي مشر عبدالعلي مزاري لور زینب مزاري او یو شمېر نورو ویناوې وکړې.

نبیل د خپلې وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره د بهرنیانو په نوښت جوړیدونکې نسخې ښې پایلې نه لري.

د ده په وینا، د دغه ډول ناکامو نسخو وروستنۍ او تر ټولو روښانه مثال د دوحې تړون و، چې افغانان ترې څنډې ته ساتل شوي وو او اوس یې پایلې ټولو ته روښانه دي.

هغه د افغانستان اوسنی وضعیت؛ په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د رژیم روان چلند وحشیانه او د ټول بشریت پر ټنډه تور داغ وباله.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانانو په نوښت د دغه هېواد د ژغورنې لپاره له جوړېدونکو حل لارو ملاتړ وکړي او افغانان هم وهڅوي، چې دوی ته د مراجعې پر ځای په خپلمنځي اجماع او توافق یوه مناسبه او عاجله حل لاره پيدا کړي.

د علي مزاري لور هم د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې کړي او په قومي او جنسیتي تبعیض یې تورن کړي، خو ډېر نور افغانان باور لري چې طالبان د قومي چلند پر ځای د ټولو افغانانو پر وړاندې ظالمانه ایډیالوژیک چلند نه کار اخلي.

تر دې مخکې د فرانسې پارلمان، د طالبانو خلاف د یوې جنګیدونکې ډلې مشر احمد مسعود هم خبرو ته بللی و.

3 COMMENTS

  1. دغه رذیل د شمشتو د کمپ حرامي هم هیڅ ضمیر نه لري ، هرې خوا ته ټوپونه وهي 😡. اوس هلته د برنارد یهود لعنتي له لمسي مسود حرامي سره د فرانسې لمنې ته ځان اچوي. اشرار اشرار سوډران دي. 😡

  2. څوک ددغو سوډرانو قاتلانو په خوله پیاز هم نه خوري هسي د خولې خوند بدوي افغان ولسونه ددوۍ په سحر پوه سوي دغه اشرارچیچیان خنزیران دي. 😡

  3. دومره بی ضمیره انسان می حتا په قیصو کی هم ندی اوریدلای حیف د هغی مور چی دا کثافات یی ٩ میاشتی په خپل بطن کی ساتلی ؤ نه شرم نه حیا نه غیرت نه آیمان لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی