شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمتقي او قمي؛ د سیمې او کابل رژیم اړیکې د ودې په...

متقي او قمي؛ د سیمې او کابل رژیم اړیکې د ودې په حال کې دي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي.

د ملا متقي دفتر ویلي، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختیاوو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي: « په کتنه کې دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف کړې او دا یې د ټولې سیمې په ګټه بللې دي. »

یو شمېر نور څارونکي هم باور لري، چې د طالبانو رژیم سره د سیمې د هېوادونو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

تازه، د طالبانو چارواکو ویلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف کابل ته د سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې د دوی سفیر به ژر په خپل هېواد کې ومني.

ځینې نور څارونکي بیا باور لري، چې د سیمې هېوادونه د طالبانو له واک لاندې افغانستان څخه د خپلو امنیتي اندېښنو له امله د طالبانو رژیم سره لنډ مهالي تعامل ته راضي شوي او په طبیعي ډول ورسره اړیکو ته لېوال نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب