یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د نړیوال رسمیت او د اساسي قانون تشې د دایمي کابینې...

مجاهد: د نړیوال رسمیت او د اساسي قانون تشې د دایمي کابینې مخه نیولې

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، د اساسي قانون نشتوالی او د نړیوالو له لوري د «اسلامي امارت» نه په رسمیت پېژندنه د رسمي کابینې د اعلانېدو مخه نیولې ده.

مجاهد دا خبره طلوع نیوز ته وکړه.

طالبانو له واک ترلاسه کولو درې اوونۍ وروسته سرپرست حکومت اعلان کړ چې لا هم سرپرست دی. ټول قوانین یې لغوه کړي، کارونه پر مخ روان دي خو هیڅ راز قوانین نافذ نه دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نه اساسي قانون لري، نه په رسمیت پېژندل شوی حکومت، نه ملي سرود.

د طالبانود حکومت ترڅنګ د برما یا میانمار پوځي حکومت هم د نړیوالوله لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو د میانمار حکومت اساسي قانون او د دولتولۍ نور ټول اصول په ځای کړي دي.

مجاهد وايي چې له دې ټولو نمګړتیاوو سره سره د اورګانونو چارې په نورمال ډول پر مخ ځي.

ده زیاته کړه:«موږ به هغه پړاو ته ورسیږو چې اوسنی سرپرست حکومت په دایمي حکومت بدل شي.»

ده ومنله چې «د قوانینو اوتشکیلاتو په برخو کې ځینې نیمګړتیاوې شته.»

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور د اساسي قانون پر اړتیا ټینګار وکړ. ده چې په پکتیا کې په یوه غونډه کې خبرې کولې، اساسي قانون جدي اړتیا وبلله.

د طالبانو کابینه ۲۱ وزیران لري چې ټول سرپرستان دي او دا هم معلومه نه ده چې تر کله به سرپرستان وي.

مجاهد ونه ویل چې کله به اساسي قانون جوړ شي او د رسمیت پېژندو ستونزه به په څه ډول پای ته ورسول شي.

5 COMMENTS

  1. دا خلک يا خو جاهل دي يا جاسوسان. ځکه خو افغانستان د یو هیواد په توګه تباه دی. دومره وحشیان به لا چیرته وي چې نجونې مکتب ته نه بریږدي؟

  2. ددرواغومجاهده او د افغان ملت قاتله تاسی د پنجابیانو امر لاندی افغان غیرتی ملت د تباهی کندی ته اچولۍ دی تاسی د بشریت دوښمنانو ته غلیسی امریکا د افغانستان حکمرانی تسلیم کړه او غلیسی امریکا د تاسو لپاره دا نوره غلامان چور کوونکی غله او قاتلان ئی تیښتی ته مجبور کړل !!!
    غلیسی امریکا ته دداسی خیانتونو زمینه د ملی خائین او د روس ستر جاسوس حسن شرق په هڅو فرعون ستر جاهل محمد داؤد کمونیستی کودتا برابره کړی دی او د پنجابی پاکستان له لاری چین اوس وحشیانو خیټورو خچنو ږیرو سره اړیکی ټینګ کړیدی او همداسی د روسانو سره !!!!

  3. تاسو باوري یاست چې دا وړۍ نه شړۍ کیږي او چا چې د کومې موخې لپاره راوستي یاست هغه درته ویلي چې کله به بیرته ورکیږئ، نو ښکاره خو خلکو ته نه شئ ویلی چې بادار امر ندی کړی. هر کله چې امریکا بادار د پنجاب په خوله درته وویل نو یا به ورک شئ او یا به مو د اصلي واکدارانو سره یو ځای کړي. د ورکیدو چانس مو ځکه ډیر دی چې بیسواده یاستئ په یو قالب کې هم جوړ نه راځئ. صرف لونګۍ، ږیره او نیمچه مسلماني کافي نه ده چې حکومتولي پرې وشي ځکه حکومت د متخصیصنو او هوښیارو کار دی.

  4. ګرانه مجاهده،
    تاسې خو له اسمانه پريښتې راکښته شوي ياست او قانون خو مومعلوم دی چې اسلامي شريعت دی او تاسې خو ټول ان د اميرالمؤمنين پورې له يوې څلمې دا وايی چې موږ له شريعت پرته له چا سره جوړ نه راځو او نړيوال دې راسره شريعت ومني او دا هم وايی ستاسې شريعت يوازېنی سم او درست شريعت دی او چې شريعت وي، نو بل قانون ته اړتيا نشته، نو دا خبره دې څنګه له خولې راووته؟
    لېونی شوی خو به نه يې؟
    تېر ايستل شوی خو به نه يې؟
    داسې کومه بله پېښه خو به درته نه وي شوي؟
    ستاسې متقي خو پر تعامل خوښ دی او داسې شخوند پرې وهي لکه د اوو ورځو تږی اوښ چې اوبو ته راخوشې کړې.
    تاسې خو په دې هم نه پوهېدئ چې پېغمبر عليه السلام سره له وحيې چې پريښته به ورته راتله او وخت پر وخت به ورته احکام نوي کېدل، خو له هغې سره سره هغه مبارک د مدينې له نورو اوسيدونکيو لکه يهودو او مشرکينو سره د مدينې تړون وکړ او ستاسې شيخ اميرالمؤمنين ځان په دې اړه له پېغمبر صلی الله عليه وسلم پورته ګڼي. هغه مبارک خو د وحيې باوجود تړون وکړ او تاسې لږ زورور شانته ياست، نو د پنجاب له استخباراتو او نظامي شبکو پرته نور هېڅ شی درته په سترګو نه ښکارېده، نو نن ټينګ شئ چې دا د جهالت او د سرتنبه ګۍ دور او نجونو په هکله مو له زده کړو سره ښکاره دښمني او عناد، د هېواد نيمايي نفوس ته سپکاوی او له حقه حقوقو بې برخې کول او داسې نورې ناوړه کړنې چې خپله مو انزوا سبب شوي او تاسې خپله تيږې راواخېستې او ځانونه مو پرې پخپله وويشتل، نو نور څوک مه ملامتوئ.
    دا ډول سرتنبه او نګه ملايي حکومت چې هېواد مو لسيزې او پېړۍ شا ته وغورځولو سر ته نه رسيږي او په زور حکومت نه کيږي او نه يې درسره څوک ومني او نه يې پر چا منلی شئ.

  5. د مشر امیر دا خواص بیخی خوند کوی او ډير د ستایلو دی چه توله تکیه او توکل یی په الله پاک دی او د هر نوع مخلوق د تأ ثر نه بی پروا دی – او د یوه ریښتنی مومن باید همداسی وی – دا مشر د ټولو افغانانو لپاره یو نعمت دی (خصوصا د هغه افغانان لپاره چه د الله ج عظمت- لویی او زبردستی یو سه پیژنی او د اسلام د دین د اصلی روح او روان سره یو سه اشنا وی)

    زما نظر دا دی چه په اوسنی دور که د نړی په سطحه با تقوا مشر دی- او الله ج سیاسی او اجتماعی فراست هم ورکری دی- که چیری دا معزز مشر د نجونو مکتب د شریعت په چوکات که خلاص کړی او په اداراتو که پاک مسلکی اشخاص د ټولو اقوامو سخه نور هم و ګماری نو ښه به وی.

    -الله پاک د مونژ پوه کړی-

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب