تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د اړیکو پر ترینګلتیا نیوکه کړې ده.
هغه ویلي، پاکستان د افغانستان جګړې ته ورننوت او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یې د ترهګرو ډلو لپاره د روزنې زمینه برابره کړه؛ خو اوس د ترهګرۍ له پایلو شکایت کوي.
اڅکزي زیاته کړې: «موږ د افغانستان جګړې ته ورننوتو او اوس د ترهګرۍ شکایت کوو. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ترهګر زموږ خوا ته راغلل او روزنه یې ترلاسه کړه؛ هغوی دلته وروزل شول.»
هغه د پاکستان په پارلمان کې د دغه هېواد حکومت ته په خطاب کې ویلي: «تاسو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په شخړو کې ښکېل یاست. له هند سره اختلاف لرئ، له افغانستان سره اختلاف لرئ، له ایران سره اختلاف لرئ او له نورو هېوادونو سره هم ستونزې لرئ؛ دا ټول اختلافونه د څه لپاره دي؟»
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د پوځي مشرانو په لاس کې د واک پر متمرکز کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د ترهګرو او نړیوالو مافیايي ډلو پر مرکز بدل شوی دی.
محمود خان اڅکزي په وروستیو کې دا هم ویلي و چې پاکستان د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو او ملېشو سرتېري راټول کړي چې په بلوچستان کې یې د بلوڅو ازادي غوښتونکو او همداراز د افغانستان پر ضد په جګړه کې وکاروي.