تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبیک کولوبایف ویلي چې هېواد یې د ځینو اروپايي هېوادونو هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې بشکیک باید له اروپا څخه ایستل کېدونکي افغان او افریقايي کډوال ومني.
د قرغیزستاني رسنیو د راپورونو له مخې، کولوبایف د دغه هېواد د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ کمېټې په غونډه کې ویلي چې اروپايي هېوادونو وړاندیز کړی و، چې په بدل کې به یې د قرغیزستان ماهرو کارګرو ته د کار زمینه برابره کړي.
د قرغیزستان د پارلمان غړو په بهر کې د دغه هېواد د کارګرو د لېږلو د بهیر په اړه له کولوبایف پوښتنې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې بشکیک د اروپايي هېوادونو له دې وړاندیز سره په کلکه مخالف دی او نه غواړي د هغوی د شرطونو پر بنسټ ځانګړې خبرې اترې وکړي.
نوموړي ویلي: «که فرصت وي، پرېږدئ چې زموږ وګړي بهر ته ولاړ شي او کار وکړي؛ خو موږ نه غواړو د داسې شرطونو پر بنسټ خبرې اترې وکړو.»
کولوبایف زیاته کړې چې د قرغیزستان د وګړو د کاري کډوالۍ لارې بدلېږي او اوس ډېر کسان د کار لپاره ترکیې او امریکا ته ځي. هغه ویلي چې هېواد یې غواړي وګړي یې په بهر کې د ژوند او کار مناسب شرایط ولري.
په همدې حال کې، د افغان کډوالو په ګډون د پناه غوښتونکو په اړه د اروپايي هېوادونو د کډوالۍ تګلارې سختې شوې دي. په وروستي اقدام کې، پنځو اروپايي هېوادونو ویلي چې غواړي د روان کال تر پایه له اروپايي ټولنې بهر مرکزونو ته د پناه غوښتونکو د لېږد طرحه وروستۍ کړي.
د دغو هېوادونو چارواکو نه دي ویلي چې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره له کومو هېوادونو سره خبرې کوي.
له طالبانو سره د فرانسې پر همکارۍ د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه
د بشري حقونو د څار سازمان غړې فرشتې عباسي فرانسې ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو په اړه همکاري هغوی له ځورونې، تعقیب، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخامخولی شي.
عباسي د سېشنبې په ورځ وویل چې فرانسې له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د تخنیکي خبرو اترو پيل تایید کړی دی.
هغې دا اقدام د فرانسې د کډوالۍ په تګلاره کې یو خطرناک بدلون بللی او ویلي یې دي چې دا ډول پرېکړه د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې ده.