Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقرغیزستان د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر بشکیک ته بللی

قرغیزستان د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر بشکیک ته بللی

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) په افغانستان کې د قرغیزستان سفیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر، سید کریم هاشمي، غوښتي چې د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ بشکیک ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې هاشمي په کابل کې د قرغیزستان له سفیر، تورداکون سیدیکوف، سره لیدلي دي.

د خونې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې شوې دي.

هاشمي د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د قرغیزستان د سوداګرو او پانګوالو د ګډون د هڅولو په برخه کې د سفیر د هڅو مننه کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د لاسلیک شویو سوداګریزو هوکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

سیدیکوف د یاد نندارتون هرکلی کړی او هاشمي ته یې بلنه ورکړې چې د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ بشکیک ته ولاړ شي. نوموړي ویلي چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په پراختیا، ګډو پانګونو او د مستقیمو ترانسپورتي او لوژستیکي لارو په جوړولو کې مرسته وکړي.

هاشمي د دې وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي، د پانګونې فرصتونه برابر کړي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو ملاتړ وکړي.

دواړو لورو د پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره لیدنو- کتنو او سوداګریزو سفرونو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...