دتاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو د روغتیا نړیوال سازمان د غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د پرمختګ او راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.
د دغه سازمان سیمهییز دفتر د تلې په ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي چې د دغو هېوادونو د روغتیا وزیرانو یا استازو، چې د «پولیو د میراث ننګونې» په نوم د پروګرام ملاتړ کوي، په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د روغتیايي نظام پیاوړتیا، سیمهییزې همکارۍ او روغتیايي خدمتونو ته د کورنیو د لاسرسي پراخول وو، څو خلک خپلو کورونو ته په نژدې سیمو کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړای شي.
د سعودي عربستان استازي د پولیو په وړاندې د واکسین د تطبیق لپاره د پولو هاخوا پر همغږۍ او په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې د ښځو د رول پر پیاوړتیا ټینګار کړی چې د پولیو له خطر سره ډېرې مخ دي.
د قطر استازي هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو هڅو د دوام او په ځانګړي ډول په کړکېچنو سیمو کې د هدف شوو وګړو د واکسینولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس پکې لا هم په سیمهییزه توګه خپرېږي. د ویروس خپرېدا تر ډېره د افغانستان په جنوب او د پاکستان د خیبر پښتونخوا په جنوبي برخو کې متمرکزه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې د سیمهییزې کمېټې درې اویایمه غونډه د تلې له ۲۱مې تر ۲۳مې په قاهره کې جوړه شوې وه.
دغه سازمان په دې وروستیو کې په ننګرهار په ولایت کې د پولیو د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړی دی. له دې سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.