تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې یوه څانګه هڅه کوي د طالبانو حکومت کمزوری کړي او افغانستان د منځنۍ اسیا او روسیې پر لور د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د پراخولو پر مرکز بدل کړي.
لاوروف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې کړي دي.
هغه ویلي چې د افغانستان په هغو سرحدي سیمو کې چې له تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره نښتې دي، «ترهګرې او افراطي ډلې» لا هم د پام وړ حضور لري او د روزنې مرکزونه او پټنځایونه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې وسلهوال کله ناکله د کډوالو یا سیلانیانو په بڼه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ننوتلو هڅه کوي. نوموړي همداراز افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې روسیې ته د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق په اړه خبرداری ورکړی دی.
لاوروف له روسیې او د منځنۍ اسیا له شریکانو غوښتي چې د سیمهییزو سازمانونو او د طالبانو له چارواکو سره د همکارۍ له لارې امنیتي ګواښونو ته ګډ ځواب پیاوړی کړي.
هغه ویلي چې مسکو له طالبانو سره تعامل اړین بولي او په سیمهییزو اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان د ورګډولو او دغه هېواد ته د اقتصادي او بشري مرستو د برابرولو ملاتړ کوي.
لاوروف زیاته کړې: «موږ دا اصل په پام کې نیسو چې د طالبانو حکومت یو واقعیت دی او باید په پام کې ونیول شي. د نړۍ د هېوادونو دریځ هم ښيي چې دغه واقعیت درک کوي.»
نوموړي د ناټو د امنیتي رول پر پراخېدو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان غواړي له خپلې ټاکلې جغرافیې څخه لرې پر سیمو خپل دریځونه وتپي.
لاوروف ویلي: «ناټو د اوراسیا لپاره نه ده.» هغه ټینګار کړی چې د دې لویې وچې هېوادونه باید د خپلې سیمې لپاره د امنیت داسې چوکاټ جوړ کړي چې د دوی په نوښت رامنځته شوی وي.
نوموړي یو ځل بیا د روسیې د «لوی اوراسیایي مشارکت» او د اوراسیا په کچه د یوه نوي امنیتي جوړښت ملاتړ څرګند کړی چې د دې سیمې هېوادونه او سیمهییز سازمانونه پکې ونډه ولري.