په یوې ټوپکمارې او جنګېړکې ټولنې کې چې خلک یې نږدې نیمه پېړۍ له اکسیجن سره د باروتو ساه اخلي او مذهبي روایتونه او د ژېړو کتابونو حاشیې ورته دین ښکاري، بیا نو هېڅ عجیبه نه ده چې د ګوړې له اچارو خوند واخلي او د زقوم د حلوا ستاینه وکړي. په سیاست کې دا ترکیب لا هم عجیبه بڼه خپلوي؛ سیاستوال د ګوړې اچار داسې تیاروي ترڅو ولس یې د پرمختګ، مدني حقوقو او ډیموکراسۍ په نوم وخوري، ولی پایله یې زیاتره پیکه او خوسا وي.
خو دین، د دې کیسې تر ټولو نازک او تاوجن اړخ دی. دین په اصل کې د انسان د روح لپاره د شاتو پیاله ده، خو ځینې خلک هڅه کوي همدا پیاله د زقوم په حلوا بدله کړي. د دین له ادرسه داسې وعظونه او خبرې اورېدل کېږي چې یوازې تفرقې او تعصب ته لارې پرانیزي؛ حال دا چې هر آسماني کتاب د انسان د زړه نرمولو او وجدان د راویښولو پیغام له ځان سره لري. دین باید د انسان په زړه کې د رڼا څراغ وي، نه داسې لمبه چې د انسان او انسانیت ترمنځ دنګ دیوال ودروي.
زموږ په محرابونو، مزارونو، خانقاه ګانو، کوڅو او بازارونو کې داسې واعظان شته چې د جنت، حورو او غلمانو خبرې د ګوړې او شکرې په کڅوړو کې رانغاړي، مګر په واقع کې د خلکو ترمنځ د مذهبي اختلاف تخم شیندي؛ هغه تخم چې رنګ یې د زقوم د حلوا په شان وي. ولس ورته ځکه غوږ نیسي چې دین تقدس لري او سیده د زړه تاخچو ته کوزیږي. بله دا جې زموږ غوږونه د خوږو کلمو مینه وال دي، که څه هم انجام یې زهرجن وي.
سیاسي شعارونه د ګوړې د شربت په څېر خواږه لګي؛ لکه پرمختګ، عدالت او بدلون. خو کله چې همدغه قالبي خبرې د عمل په تلې کې وتلل شي، خوند یې بېخي پیګه او ډېر بد مزه وي. کله ناکله، دین هم د همدې ډول برخلیک ښکار شي. هغه دین چې د مینې، رحمت او نرمۍ سوغاتونه لري، د ځینو په لاس د تعصب او تفرقې وسیله وګرځي. الفاظ خوندور وي؛ خو اغېز یې زهرجن. ښايي اصلي ستونزه دا وي چې موږ د خوږو خبرو مینه وال یو، نه د حقیقت پلویان. زموږ په خلکو یو ناشنا منطق حاکم دی؛ که څوک ساده او رښتینی وي، کم عقل ګڼل کېږي.
مګر که څوک د الفاظو جادوګر وي او د حقیقت سپرغۍ یې په ایرو کې ډوبې کړې وي، هماغه کس بیا هوښیار او غمخوار ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې زموږ سیاسي بحثونه او مذهبي مناظرې د ګوړې د اچارو په څېر دي چې ظاهر یې خوږ او باطن یې سخت بې خونده وي. که موږ دا حالت بدلول غواړو، نو لومړی باېد د خوند معیار بدل کړو او دا ومنو چې هر خوږ شی ګټور نه دی او هر تریخ شی زیانمن نه وي. تر څو چې خلک د شعار پر ځای د حقیقت خوند زده نه کړي، دا بازار به همداسې تود وي.
د ګوړې اچار او د زقوم حلوا هم د متضادو تجربو استازيتوب کوي. د ګوړې اچار د خوږوالي او تریخوالي ګډ انځور وړاندې کوي؛ لکه هغه شېبې چې خوښي او ستونزه یو ځای راځي. د زقوم حلوا د تریخ حقیقت نښه ده؛ یعنې ظاهراً به ګټور برېښي خو په باطن کې له درد، دوکې او نفاق بل څه نه وي. دغه دواړه استعاري انځورونه موږ ته د ژوند فلسفه راښيي چې خوښي او غم نه بېلېدونکي عناصر دي او هر ښکلی شی لازماً ښه نه وي.
زقوم په دیني روایتونو کې هغه تریخ بوټی دی چې دوزخیانو ته به د خوراک لپاره ورکول کېږي، کوم چې تقریبا په هرې خطبې او موعظې کې ورته اشارې کېږي. زموږ د زمانې ډېرې کیسې همداسې دي؛ کله یو څوک داسې چلند کوي چې په ظاهر کې ډېر خوږ ښکاري، خو که لږ ورته نږدې شې د ګوړې اچار ترې جوړ شي. یو ملګری به په موسکا سلام درته واچوي، خو د هغه تر شا به د مصلحت اوږده کیسه پرته وي. د ګوړې اچار موږ ته دا ساده خو ژوره خبره را زده کوي چې آساني او سختي دواړه د ژوند نه بېلېدونکې برخې دي؛ قرآنکریم داسې فرمایي: «فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا – له سختۍ سره خامخا اساني شته».
دا کلیوال متل هم د ژوند د یوې ترخې تجربې هنداره ده: «شکوڼ حرام دی، خو چې ویشتلی عبدالجلال دی، نو حلال دی» دا ټوکه نه ده، بلکې د هغو معیارونو انعکاس دی چې د وخت او غوښتنو له مخې رنګ بدلوي. څه چې پرون ناروا وو، نن ورته د مصلحت په نوم د روا جامه اغوستل کېږي. د پرون جګړه ماران، د نن اتلان بلل کېږي، ملامت د ستاینې پر تخت کښېني او سپین باز ترې جوړیږي.
د ټولنپوهانو په آند، خطر هلته پېلیږي کله چې یوه ناسمه کړنه بیا بیا تکرار شي. هغه ورو ورو په عادت بدله شي؛ عادت د کلتور برخه شي، کلتور په باور واوړي او را روان نسل یې د عقیدې په توګه ومني. بیا خلک نه پوښتي چې حق څه دی او له چا سره دی؟ بلکې یوازې دېته ګوري چې دا کار څوک او د چا په نوم یې کوي؟ نو طبیعي ده چې له ګوړې به اچار جوړېږي او له زقومو به حلوا پخېږي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!