تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۴ مه) روسیه په داسې حال کې له افغانستان او پاکستان سره خپلې دیپلوماتیکې او امنیتي اړیکې پراخوي چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. دې وضعیت پوښتنې راپورته کړي چې ایا مسکو غواړي د سیمې د لانجو د هواري لپاره منځګړی شي، که د جنوبي اسیا په بدلېدونکي امنیتي وضعیت کې د پراخ رول لوبولو هڅه کوي.
کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې (SVR) د مشر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نژدې ملګري سرګي ناریشکین او اسلام اباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر وروستيو سفرونو د دې بحثونو اهمیت زیات کړی دی. ناریشکین په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او نورو جګپوړو چارواکو سره ولیدل، خو دواړو لورو د خبرو د اجنډا په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي.
د راپورونو له مخې، د دواړو استخباراتي ادارو مشرانو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي او د دوهاړخیزو اړیکو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي. ځینو سرچینو ویلي چې د خبرو تمرکز د اړیکو او استخباراتي همکاریو پر پیاوړتیا و.
د ناریشکین له سفر سره هممهاله د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف پاکستان ته په رسمي سفر لاړ. هغه د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف، د دفاعي ځواکونو له مشر جنرال عاصم منیر او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا سفر د روسیې د کورنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر بللی دی.
د دواړو سفرونو هممهالي دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا مسکو غواړي له دواړو لورو سره په یو وخت کې د اړیکو له لارې ترینګلتیاوې راکمې کړي، که په داسې سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره پراخې تګلارې تعقیبوي چې امنیتي سیالۍ پکې مخ په زیاتېدو دي.
د اسلاماباد د قایداعظم پوهنتون د استخباراتو او امنیتي مطالعاتو د ملي انستیتیوت مرستیال استاد ډاکتر خرم اقبال بيبيسي اردو ته ویلي چې د ناریشکین سفر باید د سیمې د پراخ وضعیت په چوکاټ کې وڅېړل شي. د هغه په وینا، روسیه ښايي له اسلاماباد او کابل سره د فعالو اړیکو په ساتلو سره د منځګړتوب پر امکان غور کوي.
د داسې تګلارې له لارې مسکو کولای شي خپل دیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او په ورته وخت کې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د احتمالي بېثباتۍ د رامنځته کوونکې شخړې د هواري هڅه وکړي. خو په څرګنده داسې کوم تایید نشته چې وښيي د ناریشکین د سفر ځانګړې موخه د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د هوکړې منځګړتوب و.
د روسیې دیپلوماتیکې هڅې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له اتمې غونډې وروسته پیل شوې دي. دغه غونډه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې جوړه شوې وه، خو د پاکستان او د طالبانو د استازو ترمنځ د څو مهمو موضوعاتو پر سر د هوکړې د نه رامنځته کېدو له امله ګډه اعلامیه خپره نه شوه. روسیې وروسته د دې پایلې په اړه خواشیني څرګنده کړه.
د ګډې اعلامیې په خپرولو کې پاتې راتګ وښوده چې د افغانستان د امنیتي او سیاسي راتلونکي په اړه سیمهییزه هوکړه ترلاسه کول څومره ستونزمن دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو عادي کولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره مرسته وکړي.
کابل ته د ناریشکین سفر او په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره د کولوکولتسیف لیدنو دا اټکلونه زیات کړي چې ښايي روسیه له دواړو لورو سره د مستقیمو اړیکو له لارې د دیپلوماتیکو هڅو د بیا چټکولو په لټه کې وي.
د روان کال په پیل کې د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي و چې له روسیې سره امنیتي هوکړه د هغو روسي پوځي وسایلو او وسلو د ساتنې په اړه ده چې افغانستان یې له مخکې لري. د طالبانو حکومت د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې له مسکو سره یې د امنیتي همکاریو هوکړه کړې ده.
هم مسکو او هم کابل د داعش له درکه ګډه اندېښنه لري. د افغانستان د طالبانو حکومت باور لري چې پاکستان د داعش ملاتړ کوي او مسکو بیا اندېښنه لري چې په افغانستان کې هر راز بې ثباتي به منځنۍ اسیا او بالاخره روسیې ته هم خپره شي.
مسکو د افغانستان د دفاع وزارت پوځي پلاوي ته بلنه هم ورکړې وه چې د روسیې د ۲۰۲۶ کال په پوځي تمرینونو کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي. په دغو تمرینونو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ګډون درلود.
دا پرمختګونه ښيي چې د مسکو او کابل اړیکې ښايي له سیاسي تماسونو څخه د امنیتي همکاریو د پراختیا پر لور روانې وي.
خو له روسیې سره د استخباراتي همکاریو کره کچه او د امنیتي هوکړې عملي اغېزې لا هم روښانه نه دي.