سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۸ سلنه زیات شوی

د افغانستان د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۸ سلنه زیات شوی

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې سازمان، د موندنو له مخې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۸ سلنه زیات شوی.

د دغه سازمان عمومی رییس، ارشد ملک وایي: له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمښت او په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله د تېر کال پرتله ۳۸ سلنې ماشومانو د واټونو پر غاړه کار کولو ته مخه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه له مشخصې تبصرې پرته وایي، چې افغانان په بېلابیلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې یونیسف په خپل راپور کې ۲۰۲۳ زیږیز کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره له ناورینه ډک کال بللی و او ویلي و، په افغانستان کې یو پر دریېمه برخه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

دا راپور داسې مهال خپریږي، چې په وروستیو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د لا نور کمښت خبرې روانې دي او نړیوال مرستندویان یې په دغه هېواد کې د بشري او عمومي وضعیت د لا خرابیدو په اړه اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. پنجابی غلام چړیان غواړی چی د افغان کوچنۍ نسل ( هلکان او جلکۍ ) په مختلفو فریبیو سره بی سواده وساتی او افغانستان کښی همدارنګه یوازی قادیانی چړیان وروزل شی ، که افغان ملت متحد ددی قادیانی کفارو پر ضد راپورته نشی نو افغانستان کښی به بدبختی لا زیاته شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب