Homeخبرونهاروپایي ټولنه: افغانستان کې د بشري حقونو نقض نور د زغم وړ...

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د بشري حقونو نقض نور د زغم وړ نه دی

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) اروپایي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت د نه زغم وړ وباله او دا یې هم څرګنده کړه، چې دلته د طالبانو لخوا جنسیتي اپارتاید روان دی.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

نوموړي له دې امله نیوکه وکړه، چې ګواکې افغانستان له نړیوالې ټولنې هېر شوی او د اندېښنې وړ وضعیت ته یې چندان پاملرنه نه کیږي.

په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې استازي له طالبانو سره د اړیکو پراخیدو ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې دا و چې د ملګرو ملتونو وروستی پرېکړه لیک چې د افغانستان په اړه و، هم باید عملي شي.

په دې پرېکړه لیک کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د موندنو او ارزونو له مخې، ترتیب شوی و، له افغانستان سره پکې د نړیوال تعامل د لارې نقشه روښانه شوې وه.

د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب د ولسي جرګې پخوانۍ وکیلې فوزیه کوفي د خبرو پر مهال پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه، چې پر طالبانو له فشارونو پرته دوی سره تعامل کوي او د رژیم د دوام لپاره یې د بشري مرستو په نوم مالي امکانات ورکوي.

طالبانو د امنیت شورا د دغې غونډې نیوکو او څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ویاندویان یې تل په عمومي جملو کې د دوی پر وړاندې هر ډول نیوکې ردوي او خپل رژیم د ټولو افغانانو د حقونو تامینوونکی او استازی بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...