پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+انعام (لنډه کیسه) نعمان دوست

انعام (لنډه کیسه) نعمان دوست

چې څنګه يې د موټر ور نیمه پرانیست، موبايل ته یې زنګ راغی.
دوه درې خبرې یې وکړې، مقابل لوري ورته د چا نوم او د تیلفون شمېره ښودله.
د موټر له سوچ بورډ یې قلم او کتابچه راواخیسته، یوه لاس کې يې موبایل و، په بل لاس یې راوتلې خیټه ورو ورو مښله، اخوا دیخوا یې کتل او بیا یې په خندا ویل: لږ صبر چې کوم لیکلو والا پیدا شي.
د سړک تر غاړې، لاسي بار وړونکې کراچۍ ته ولاړ ماشوم، یې دا خبره واوریده. سړي ته ور نږدې شو. ژر یې دواړه لاسونه په کالیو وموښل.
موبایل والا، ټیټ او پاس ور وکتل.
په نه زړه یې قلم او کتابچه ور کړل.
ماشوم، نوم او شمېره یاداشت کړه او بیا یې سړي ته تکرار کړه.
هغه یې پر سر لاس ور تیر کړ او بیا یې ورته ویل:
ماشومه، دا څه خورې چې دومره هوښیار یې!؟
ماشوم، موسک شو او ښکته یې وکتل.
سړي یې پر اوږه لاس کیښود:
آفرین، د انعام لایق یې، وایه څه درته واخلم؟
ماشوم، سر راپورته کړ. مخامخ د نانوايي دوکان کې ځوړندې ډوډۍ ته یې ګوته ونیوله او لاس یې لړزیده.

١٤٠١/ عقرب/ ٢٤  

2 COMMENTS

  1. سلام
    رښتینی لیکوال:
    څومره ښکلا او شایسته ادب دنعمان دوست په لنډه او بوچه ، مانا لرونکې او له مفهومه ډکه بی تکلیفه اودهنر په کلام برابره او با شخصیته جوړولو نکې کیسه. مظلوم ملته ! ځوړندې ډوډۍ ۲۸ ملیونه انسانان یې په خوب ووینی . دنیا دار که مستغنی په سیم وزر دی دوست نعمان او نعمان دوست سره ګنج دخپل «هنر » دی. دپښتو ادب بې ازاره مبتکر او په اخلاقو او نزاکت ولاړ دوست دتل الله ج خوښ او کامیاب لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب