یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد سپين بولدک لاره له وسله والې نښتې وروسته لا هم تړلې...

د سپين بولدک لاره له وسله والې نښتې وروسته لا هم تړلې ده

تاند:( سې شنبه، د عقرب څلور ويشتمه) له سپين بولدک څخه راپورونه وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ دغه لاره د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له وروستۍ نښتې سره نن په دویمه تړل شوې ده.

يوه پاکستاني مقام عبدالحمید ظاهري ويلي، چې دغه لاره دوی تر هغې تړلې، چې طالبان ورته پر پاکستاني ځواکونو ډزې کوونکی طالب ونه سپاري.

د هغه په وينا، له دې سره بیا هم يو شمېر افغان ناروغانو ته د بشر دوستانه مرستې په خاطر پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شوې.

د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې ورته ستونزې ځینې وخت د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته کیږي، چې بیرته حلیږي.

په وروستيو کې افغانستان سره د تګ راتګ د دروازو په ګډون په پاکستان کې هم افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند راپورونه زيات شوي.

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د اوړمې ورځې د نښتې او پکې د دواړو لوريو د مرګ ژوبلې دلیل هم افغان ښځينه وو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند ښودل شوی.

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر پرون د طالبانو د کډوالو وزير مولوي خليل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه ناوړه چلند تر شا د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خړولو په موخه ځینې دښمنې کړۍ لاس لري.

هغه نه ده په ډاګه کړې، چې دغه کړۍ څوک دي او د پاکستان د حکومت دننه ېې څنګه ريښې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب