شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمجاهد د سپین بولدک په پېښې خواشيني څرګنده او په اړه ېې...

مجاهد د سپین بولدک په پېښې خواشيني څرګنده او په اړه ېې د پلټنو د پیل خبر ورکړ

تاند:( سې شنبه، د عقرب څلور ويشتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد نن دافغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک – چمن د تګ راتګ لارې د اوړمې ورځې پېښې په اړه د خپلې ادارې دریځ په ډاګه کړ.

مجاهد وايي:« د کندهار ولایت له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره دنامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې دي چې له امله یې یوتن پاکستانی عکسر وژل شوی.»

‏د طالب وياند په وينا، دوی په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړ پوړی هیئت ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.

 مجاهد زياتوي، امنیتي ارګانونه يې کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

 له سپين بولدک څخه راپورونه وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ دغه لاره د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له وروستۍ نښتې سره نن په دویمه ورځ هم تړل شوې ده.

يوه پاکستاني مقام عبدالحمید ظاهري ويلي، چې دغه لاره دوی تر هغې تړلې، چې طالبان ورته پر پاکستاني ځواکونو ډزې کوونکی طالب ونه سپاري.

په وروستيو کې افغانستان سره د تګ راتګ د دروازو په ګډون په پاکستان کې هم افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند راپورونه زيات شوي.

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د اوړمې ورځې د نښتې او پکې د دواړو لوريو د مرګ ژوبلې دلیل هم افغان ښځينه وو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند ښودل شوی.

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر پرون د طالبانو د کډوالو وزير مولوي خليل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه ناوړه چلند تر شا د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خړولو په موخه ځینې دښمنې کړۍ لاس لري.

هغه نه ده په ډاګه کړې، چې دغه کړۍ څوک دي او د پاکستان د حکومت دننه ېې څنګه ريښې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب