شنبه, اپریل 20, 2024
Home+سپما څه ته وایي؟ د انسانانو پر ژوند یې اثرات څه دي؟

سپما څه ته وایي؟ د انسانانو پر ژوند یې اثرات څه دي؟

ژباړه او زیاتونه: سمیع الله عزیزي، د کندهار ولایت د سبا لوړو زدکړو مؤ‎سسې اقتصاد پوهنځی د لومړۍ دورې فارغ التحصیل

د عايد هغه برخه چي له ورځنيو لګښتونو څخه رباته پاته کيږي سپما ګڼل کيږي.د مثال په ډول که يو مامور ۶۵۰۰ افغانۍ تنخوا ولري اما مياشتنی مصرف یې پنځه زره افغانۍ وي، یو نیم زر افغانۍ ورسره بچت پاته کيږي چي  همدې بچت ته سپما ویل کيږي؛ ؛؛؛

د سپما عناصر په لاندې ډول دي:

 د سپما ځواک: د سپما ځواک څخه موخه د سپما د کولو همت او حوصله ده. د سپما ځواک په عوايدو پوري تړاو لري که په يو هيواد کي د خلګو عوايد ډير وي نو د هغوئ د سپما ځواک هم لوړ وي اوکه د خلګو عوايد کم وي او دوئ يوازي خپلي ورځنۍ اړتياوي پرې پوره کوي نو بيا يې د سپما ځواک کم وي، همدارنګه سپما له ماليې سره هم تړاو لري ،ځکه که په هيواد کي د ماليې اندازه لوړه وي نو د خلګو د سپما ځواک هم ټيټ وي او که ماليه کمه وي د

سمیع الله عزیزي

خلګو د سپما ځواک هم لوړ وي، که د يو شخص عوايد له لګښونو څخه ډير وي د دې شخص د سپما ځواک لوړ وي او که عوايد يې کم وي نو بيا  سپما نه سي کولای ،که يو هيواد ښه بانکي سيسټم ولري نو د هيواد د وګړو د عوايدو يوه برخه بانک ته ورکول کيږي بانک دغه پيسې په صنعت او کرني لګوي ورسره د خلګو عوايد لوړيږي سپما هم ډيريږي همدرانګه که کوم هيواد ډير کانونه او معدنیات ولري هلته هم د خلکو د سپما ځواک لوړ وي.

د سپما اراده: د سپما له ارادې څخه موخه د سپما د کولو هڅه او غوښتنه ده خلګ د راتلونکي لپاره تر څو له ځينو افاتو سره مقابله وکړي د سپما اراده کوي، د خپلو ماشومانو د روزني په موخه د سپما اراده کوي ،که په کوم هيواد کي د ماليې کچه ټيټه وي هلته د سپما اراده ډيره وي ،که په هيواد کي کرنيزي، صنعتي او سوداګريزي برخي پرمختګ کوي خلګ د ګټي د تر لاسه کولو په موخه د سپما اراده کوي ،ځيني خلګ د سپما عادت لري او تل د سپما اراده کوي، کاروباري خلګ د ګټي اخيستني په موخه سپما کوي کله چي د ګټي ښه موقع راسي بيا يې لګوي ،که په هيواد کي امن او سياسي استحکام شتون ولري خلګ د سپما اراده کوي.

د سپما اقتصادي اهميت: د يو هيواد اقتصادي پرمختګ په پانګوني پوري تړاو لري او پانګونه تر ډيره بريده په سپما پوري تړلې ده که په هيواد کي د سپما سلنه لوړه وي نو هيواد په اقتصادي لحاظ پياوړی وي او که د سپما سلنه کمه وي هيواد په اقتصادي لحاظ ضعيف وي د خلګو د ژوند سطحه ټيټه وي نو که څوک غواړي چي پرمختګ وکړي بايد د سپما اندازه لوړه کړي.

#د سپما د زياتوالي لپاره بايد لاندي کارونه تر سره سي:

  د ماليې په اندازه کي بايد کمښت راسي

  په هيواد کي د امن راوستل

  په هيواد کي سياسي ثبات

  د وګړو د عوايدو د ډير والي لپاره کړني ترسره کول

  په هيواد کي د مالي ادارو جوړول

  په هيواد کي د پانګوني ډيرښت

  د خلګو د ژوند دسطحي لوړوالی

10 best ways to save money (د پیسو د سپما لپاره لس غوره لاري چاري)

۱– Eliminate your debt; (خپل پورونه له منځه یوسئ)

که چيري تاسو ددې لپاره هڅه کوئ ترڅو له خپلي شخصي بودجې څخه پيسې سپما کړئ، اما لا هم پوړوري یاست ؛؛؛

نو لومړی بايد د پورونو اداینه ترسره سي او بیا وروسته د سپما لپاره نیت وتړل سي …

۲–  Set Saving Goals (د سپما لپاره ځانګړي اهداف وټاکئ)

د پيسو د سپما کولو څخه مخکي باید د سپما لپاره ځانګړي اهداف وسنجوو،د څه لپاره پيسې سپما کړم؟

مقصد مي څه دئ؟

آیا تاسو غواړئ په راتلونکي درو کلونو کي کور رانیسئ؟

نو ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره بايد ځانګړی تقسیم اوقات جوړ کړل سي ،او د هري مياشتي لپاره باید ځانګړی مبلغ سپما کړل سي …

۳– Pay yourself first (لومړی خپل ځان ته پیسې تحويل کړئ)

هره ورځ له خپلو پیسو څخه يوڅه اندازه د سپما حساب ته جمع کړئ ،هغه که لسی وي او که پنځوسی ..

۴ -Stop Smoking (نشه پرېږدئ)

د سګرېټ او نورو نشه لرونکو څیزونو پرېښودل په لومړیو کي سخته وي، اما که چيري کلک هوډ موجود وي ضرور یې پرېښودلای سئ؛ ؛؛

که چيري یو شخص په ورځ کي یوه قطعۍ سګرېټ وڅکوي، د کاله به یې ۳۶۵ قطعۍ سګرېټ څکولي وي؛ ؛

که په اوسنیو بازارونو کي د یوې قطعۍ Pine سګرېټو قیمت ۳۵ افغانۍ فرض کړو، د کاله به مو يوازي د ۱۳۰۰۰ افغانیو په اندازه سګرېټ څکولي وي، ،،

که چيري تاسو همدا سګرېټ پرېږدئ د کاله به مو ۱۳۰۰۰ افغانۍ سپما کړي وي …

۵– Take a Staycation (د خپل کور او استوګنځي سره نيژدې رخصتي تېره کړئ)

د کور سره نيژدې پخپل ښار او وطن کي رخصتي تېرول کیدای سي درته دلچسپه نه وي، خو ددې پرځای چي په زرهاوو افغانۍ د طیارې پر ټکټ مصرف کړئ ترڅو بهرني هيواد ته په چکر ولاړ سئ ،نو تر هغه به غوره دا وي ترڅو د خپل ښار او وطن شاوخوا وګورئ او د موټر له لاري نيژدې مېله ځای کي مېله ترسره کړئ ..

۶– Spend to save (مصرف وکړئ ترڅو سپما وکړئ)

د داسي یوه شرکت سره د کور د سامان آلاتو د رانيولو تړون لاسلیک کړئ، چي لږ تر لږه لس سلنه تخفیف ولري، ځکه عموماً عمده خریداري تر پرچون ارزانه وي او هم په څه اندازه تخفیف پکښي موجود وي ..

۷ – Utility Savings (د ګټورتوب سره سپما کول)

کوښښ وکړئ ترڅو په ژمي کي د زیاتو تودو اوبو استعمال کم کړئ،

که چيري په ورځ کي د خپلو ګیزرونو د تودوخي انرژي د  ۱۰°F په اندازه را کمه کړو ،د ورځي به مو لږ تر لږه د ۵-۳ فيصده د انرژي مصرف سپما کړی وي …

۸– pack your lunch (د غرمې ډوډۍ مو پېک راوړئ يعني د کوره یې له ځان سره راوړئ)

په څرګند ډول د پيسو د سپما کولو لپاره هره ورځ څه اندازه سپما کول غوره لار ده….

که چيري مو د غرمې ډوډۍ هره ورځ له کوره دباندي وي، ددې پرځای چي هره ورځ په بازار کي د ډوډۍ پر رانيولو او خوړولو باندي سل افغانۍ ورکړئ تر دې دا غوره ده چي هره ورځ یې له کوره د ځان سره راوړئ ،د سل افغانیو پرځای به مو پنځوس مصرف کړي وي او پنځوس به درته بچت پاته سوي وي ،

که چيري همدې پنځوسي ته د کاله محاسبه وکړو، تقريباً ۱۸۲۵۰ افغانۍ به مو سپما کړې وي، چي کولای سئ له همدې مبلغ څخه په مختلفو ایمرجنسي حالاتو کي استفاده وکړئ او یا یې هم په تعليمي بخش کي ولګوئ ..

۹– Create an interest account (د سپما لپاره بېل اکاونټ جوړ کړئ)

دا پدې معنا نه ده چي خدای مه کړه په بانک کي د ربحي یا سود اکاونټ پرانیزئ ،بلکي دا د خپلو سپما سويو پیسو د خونديتوب لپاره یو حساب دئ چي د اړتیا په صورت کي کولای سئ خپلو نورو حسابونو ته یې انتقال کړئ.

۱۰ – Analyze your spending (خپل مصارف ثبت او تشخيص کړئ)

که چيري د ورځي شل افغانۍ د چولو يا شورنخودو پر خوړلو ورکړئ، د کاله به مو زر افغانۍ مصرف کړي وي ،

که چيري همدا پيسې وسپموئ ،کیدای سي یو وخت مو اړینه اړتیا پرې پوره سي ….

آیا په اسلام کي سپما روا والی لري؟

بلی، هو!

الله ﷻ ټول مومنان پر اعتدال امر کړي دي،مومن نه بايد بې ځايه مصارف ترسره کړي ترڅو د اسراف سبب وګرځي، او نه هم باید مال په دومره کچه سپما کړل سي ترڅو ځان او عيال د لوږي او مشکلاتو سره مخ کړي او د مومن د بخالت سبب وګرځي …

الله ﷻپه قرآن الکريم کي فرمایلي دي:

ژباړه: او په همدې ډول موږ یو اُمت وسط (غوره امت) ګرځولي یاست.

نو مسلمان بايد د اسراف او بخل ترمنځ میانه روي غوره کړي …

په معمولي ډول د عوايد څومره حصه بايد سپما کړل سي؟

کوښښ باید وسي ترڅو هره مياشت د خالصو عوايد څخه ۲۰% یې سپما کړل سي، خو دا مو بايد په فکر کي وي چي مالي حالات فرق کوي، ځيني وخت باید سپما زیاته سي او ځیني وخت کمه.

که ۲۰% امکان و نه لري، حداقل باید د ۵% یا ۱۰% څخه شروع کړل سي ترڅو په سستماتیک ډول د سپما سره عادت کړل سئ، که په اوسط ډول د مياشتني عوایدو څخه ۳۰۰۰ سپما وکړو، د کاله به مو ۳۶۰۰۰ سپما کړې وي چي دا پخپل ذات کي لوئ رقم دی؛ ؛؛

د ۳۰ ورځو سپما قانون څه ته وايي؟

دا قانون ډیر هوسا دئ، هره میاشت باید پر هغو شيانو غور وسي کوم چي پدې مياشت کي بغیر له ضرورته رانيول سوي وي،

تر ۳۰ ورځو غور وروسته کولای سئ چي غیر ضروري لوازم د رانيولو د لیست څخه وباسئ،

د دې قانون ګټه دا ده ترڅو هره مياشت د ځان سره حساب وکړئ او پرځان فشار راوړئ ترڅو د بې ځایه مصارفو څخه ډډه وکړئ؛ ؛؛

په هرو ۳۰ ورځو کي باید د خپلو ضروریاتو او خواهشاتو په اړه محاسبه وکړو، د بې ځایه او لوکس اجناسو د رانيولو څخه بايد خودداري وسي …

همدارنګه د سپما سوي مبلغ له لاري کولای سو د غریبو هيوادوالو لاسنیوی وکړو،

ورځني مصارف مو کنټرول او سپميدلی مبلغ مو اخرت ته وليږئ!

 اقتصادي ضعف د فساد زيږنده ده، رسول الله فرمايي: کاد الفقر ان يکون کفرا (نژدې يا ممکن ده چي بېوزلي د کفر باعث سي).

که د‌منځني او لوړي سويې اقتصاد لرونکي خپل مصارف کم کړي او سپمېدلی مبلغ د بیوزلو سره په مرسته کي ولګوي، نو له يوه اړخه به د دوی د مصارفو کمول د تقاضا د کمښت په اساس د اجناسو قيمتونه کم کړي او د بله اړخه به د بیوزلو اړتياوي پوره سوي وي.

اسراف حرام هم دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب