بصيرالحق عادل
شعر موږ ته د ژوند بېلابېل اړخونه په يوه داسې انداز راښېي چې موږ يې نه وينو. همدا د شعر او هنر کمال دی.
ډېری شاعران چې د شعر ليکلو رمزونه يې پېژندلي وي، په شعر کې داسې تجربې کوي چې له واقعي ژوند سره يې غاړه غړۍ کړي او دا هنر د ګوتو په شمېر شاعران لري.
ارواښاد صديق پسرلی د معاصرې دورې هغه شاعر دی چې ژوند يې له بېلابېلو اړخونو تعريف کړی دی، يا که ووايو ژوند ته يې له مختلفو زاويو کتلي دي او دغې کتنې ته يې مختلف تصويرونه، سمبولونه، کيسې، لهجوي اصطلاحات، کلتور او د افغاني ژوند ګڼ اړخونه د تشبيه په توګه راوړي دي، چې دا يې يو کمساری کمال دی.
د مرحوم پسرلي لږه لږه شاعري ما مطالعه کړې ده او دغې لږې مطالعې هڅولی يم چې دغه عظيم انسان بيا بيا مطالعه کړم. د نوموړي په شعرونو کې ژور مفاهيم شته، هغه څه چې کتابونه خبرې پرې کېدلی شي.
د مرحوم پسرلي شعرونو کې د ژوند او ژوندانه اړوند خبرې ډېرې راغلي دي، ډېری خبرې داسې دي چې ځانګړې فلسفې بيانوي.
لاندې بيت يې موږ ته د ژوند ټوله فلسفه تشريح کوي:
د ژوند د بست هم دوې دروازې وې
په يوه راغلو، په بله ولاړو
دا بيت يې له څو اړخونو مطالعه کولی شو:
يو؛ لومړی يې له اسلامي اړخه ګورو، دا دنيا متاع ښودل شوې ده، دغه راز په ديني متونو کې ژوند ډېر لنډ او تنګ ښودل شوی دی، همدا لامل دی چې خدای ج خپلو بنديګانو ته ويلي دي، چې له همدې لنډ او تنګ ژوند څخه ګټه واخلئ او اخيرت ته يو څه جمع کړئ.
صوفي شاعر عبدالرحمان بابا وايي:
ښه ده ښه ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبا
حديث شريف دی چې ((الدنيا مزرعة الآخرة)) دنيا د اخيرت لپاره کښت او کرونده ده، خو دا کښت به د نېکو اعمالو او ښو کارونو وي، نه د بدو.
دغه راز د سورت الحديد ۲۰م شمېره ايات وروستۍ برخه کې راځي: ((وما الحياة الدنيا إلا متاع الغرور)).
ژباړه: دنيا چې ده د مغرورۍ او غولېدنې متاع ده، [متاع] په عربي ژبه کې څکې ته ويل کېږي، په ځينو عربي قاموسونو کې متاع هغه ټوټې ته ويل کېږي چې کورونو کې مېرمنې لوښي پرې مينځي.
نو که له ديني اړخه د مرحوم پسرلي صيب بيت ته وګورو له ګڼو ديني اياتونو او احاديثو سرچينه اخلي چې تزهيد من الدنيا ته پکې اشاره شوې ده، يا پکې د دنيا ژوند لنډ او تنګ ښودل شوی دی.
دوه؛ له شفاهي اړخه د اروښاد صديق پسرلي دغه بيت کې ژوند د بست له کلا سره تشبيه شوی دی، چې هلمند ولايت کې موقعيت لري او ژوندی مثال دی، دا ډول تشبيهات شعر ته روح ورکوي، په دغه کلا پورې مربوط د فتيح خان بړيڅ يوه شفاهي کيسه هم شته چې مرحوم محمد ګل نوري په ملي هنداره کې راوړې ده، چې د بست قلعه دوې دروازې وې، د داستان يوه برخه کې راغلي دي:
که دوې دي، دوې دي
د قلعه بست دروازې دوې دي
په دا يوه فتيح خان وځي
په دا بلې يې د مور سوې نعرې دي.
دلته مرحوم پسرلي کمال کړی دی، هم يې د بست کلا سره ژوند ته تشبيه ورکړې ده چې ژوندی مثال يې اوس هم شته، هر څوک يې پېژني او د يادې کلا نوم يې اورېدلی دی، دويم يې له يوې شفاهي کيسې سره چې د لوستو او نا لوستو خلکو ترمنځ خورا مشهوره ده، تړاو ورکړی دی، داسې يو تړاو چې د فتيح بړيڅ کيسه خپله موږ ته د ژوند يو لوری رامعرفي کوي، چې دې تړاو بيت نور هم جذاب کړی دی او شاعر يوه داسې تجربه کړې ده چې په ندرت موندل کېږي.
درې؛ که دا بيت ژور مطالعه شي، يا په بله مانا عميق فکر ورته وشي، د افغانانو د ژوند هنداره ده، يانې په ۲۱ ام عصر کې چې د امکاناتو او هوساينې له مخې يې مثال نهشته افغانان هومره لنډ او تنګ ژوند لري چې په دې نهپوهېږي چې ژوند يې وکړ، بلکې ژوند يې تېر کړ. له زندګۍ خوند نهشي اخيستلی. يا که ووايو ژوند يې تصادف دی، ماشوم، ځوان، سپين ږيری، ښځه، پېغله او ټول يې په يوه داسې جغرافيايي محيط کې ژوند کوي چې د وژلو لپاره يې له لسيزو راهيسې فتواوې ورکول کېږي او اصلاً ژوند ته نه پرېښودل کېږي.
څلور؛ او د مرحوم استاد پسرلي صيب دا بيت که په بله مانا توضيح کړو، د تېر ژوند ارمان دی، داسې ارمان چې موږ خپل تېر تاريخ او تېر ژوند ته ورولي، زه پيدا شوی يم، ژوند مې وکړ، څه مې وکړل؟ ځانته مې څه وکړل، اخيرت ته مې څه وکړل؟ ټولنې ته مې کوم خير ورساوه؟ ايا ما داسې کار کړی چې پرې ووياړم؟ يا مې پرې زړه او وجدان ارام شي؟ موږ او تاسو ډېری وخت له مشرانو په ځانګړي ډول له سپين ږيرو اورو چې، بس زندګي مې تېره کړه، هيڅ پرې پوه نهشوم چې دا ژوند څنګه تېر شو.
د استاد مرحوم صديق پسرلي په شاعرۍ کې د ژوند د تعريفونو او بيا دا تعريفونو له ژونديو مثالونو سره د تشبيه کولو ګڼ مثالونه لوستلی شو، يو بل بيت يې دی چې:
راغلم دنيا ځای د اوسېدو نه و
کډه په ژيړي ماذيګر بېرته وړم
موږ او تاسو په شفاهي ادب کې لولو چې:
په ځوانۍ مه نازېږئ خلکه
ځواني د ژمي ماذيګر دی تېر به شينه
يعنې ژوند هومره لنډ دی لکه د ژمي ماذيګر، د سترګو په رپ تېرېږي. د مرحوم پسرلي بيت کې هم ژوند له دې بېلګو سره تشبيه شوی دی. (په زيړي ماذيګر) د کډې وړلو بېلګو مثالونه موږ په پښتو شفاهي ادب کې ډېر موندلی شو.
که د مرحوم پسرلي شاعري وشنل شي، د تشبيهاتو له اړخه دومره مالامال ده چې ما پښتو کې د بل کوم شاعر په شعرونو کې دومره ډېر شتبهات نهدي ليدلي، دا شتبيهات د يو منطق له مخې راغلي دي، داسې منطق چې مخاطب ته تصوير، قناعت او د ژوند داسې واقعيتونه ورښېي چې هر څوک يې حس کولی شي.
۱۴۰۱ کال د سرطان لسمه
کابل – قصبه – خپل کور