پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهارزګان او بدخشان کې ترافيکي پېښې ؛ ۷ تنه وژل شوي او...

ارزګان او بدخشان کې ترافيکي پېښې ؛ ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) په ارزګان او بدخشان ولايتونو کې د ترافيکي پيښو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د ارزګان د امنيه قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند اغاولي قريشي وویل چې دغه پيښه تيره شپه د ارزګان کندهار ترمنځ پر لويه لاره د سوزل په سیمه کې د یو سوزکي موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوي ده چې پرمهال دوي ښځي او دوه نارینه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

بل لور ته: د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۳ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدین احمدي ويلي ، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې يو کرولا موټر راغستان ولسوالۍ ته پر لاره و او يوه موټر سايکل سره وجنګید.

ويل شوي ، چې په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون ۳ تنه مړه شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.

 په وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه د ورته ترافيکي پېښو او تلفاتو خبرونه زیات شوي دي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د دښمنانو په لاس د لویو لارو ورانول، د بمونو او انفجاري موادو اېښودل ، د لویو لارو او پلونو خرابوالی ، د ترافیکو قانون نشتوالی، بې لایسنسه دریوري ، بې تجربه ګي ، د نشه ئې توکو استعمال او تیزچلول د داسې بدمرغو پېښو سبب کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب