Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې د سمنټو د سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل...

په هرات کې د سمنټو د سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (یکشنبه، د رمري/ اسد ۱۸ مه) د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د سمینټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.

 په دې پروژه کې به ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه وشي او تمه ده زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د پروژې د بنسټ اېښودو مراسم د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د اقتصادي او اداري چارو د مرستیالانو او یو شمېر وزیرانو په ګډون جوړ شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د دې پروژې قرارداد له یوه خصوصي کورني شرکت سره شوی او ټاکل شوې چې د فابریکې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، فابریکه به له فعالېدو وروسته هره ورځ شاوخوا ۳ زره ټنه سمنټ تولید کړي.

چارواکي وايي، د دې پروژې له لارې به شاوخوا ۵ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم د کار زمینه برابره شي.

دا فابریکه د هرات ښار د لوېدیځ په شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن کې په زنده‌جان ولسوالي کې جوړېږي.

چارواکي تمه لري چې د فابریکې له فعالېدو سره به د افغانستان د سمنټو کورنی تولید زیات او پر وارداتي سمنټو تکیه کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...