Homeخبرونهد کډوالو لویه کمېشنري: له پاکستانه په ۷ میاشتو کې تر ۶۰۰...

د کډوالو لویه کمېشنري: له پاکستانه په ۷ میاشتو کې تر ۶۰۰ زر ډېر افغانان بېرته ستانه شوي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۸ مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د روان کال له پیله تراوسه پورې تر ۶۰۰ زره ډېر افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي یا اړ ایستل شوي چې له پاکستان څخه ووځي. ډېری دغه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویاند چارلي ګوډلېک پرون (شنبې) وویل چې ډېرو راستنېدونکو په پاکستان کې د نیول کېدو، د خپلو شتمنیو د ضبطېدو او له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره د مخامخېدو تجربه کړې ده.

نوموړي د تورخم په دروازه کې وویل: «د روان م کال له پیل راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان وګړي له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي یا په زور ستانه کړل شوي دي. ډېری یې له همدې لارې له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي.»

یو شمېر راستنېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل، هلته یې کورونه او دندې لرلې او ماشومان یې ښوونځیو ته تلل؛ خو اوس اړ شوي چې په افغانستان کې خپل ژوند له صفره پیل کړي.

له پاکستانه شړل شوي راضي ګل له افغان حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې سختې ستونزې لري او د اوسېدو لپاره ځای نه لري. نوموړې غوښتنه کړې چې دوی او ماشومانو ته دې یې د کار زمینه برابره شي.

بل راستنېدونکي، ادم خان ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې له پرله‌پسې نیونو او نورو ستونزو سره مخامخ وو.

د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر باید د بشري حقونو او انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي، په ځانګړي ډول د هغو زیانګالو کورنیو په اړه چې د ملاتړ اړتیا لري.

دوی خبرداری ورکوي چې که راستنېدونکو ته د استوګنې، کار، زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو لپاره روښانه پلانونه نه وي، د کډوالو پراخه راستنېدا به پر راستنېدونکو کورنیو او د هغوی پر کوربه ټولنو لا ډېر فشار راوړي

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي و، افغانستان ته بېرته ستنېدل یوازې د سفر پیل دی او اټکل کېږي چې روان کال به تر ۲.۷ میلیونو ډېر راستنېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...