Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارود  بندېدا ۳۰۰ ورځې ووتې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارود  بندېدا ۳۰۰ ورځې ووتې

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۷ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو تد تړل کېدو ۳۰۰ ورځې ووتې. د دغو لارو بندېدو دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه کړې، د انتقالاتو لګښت یې لوړ کړی او افغان سوداګر یې اړ کړي چې د بدیلو سوداګریزو مسیرونو، په ځانګړي ډول د هیواد له شمالي لارو، استفاده زیاته کړي.

تورخم، سپین بولدک، خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان دروازې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲مه، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله، د سوداګرۍ او ترانزیټ پر مخ وتړل شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، له پاکستان سره د لارو د اوږدې مودې بندېدو له امله د مالونو د انتقال وخت او لګښتونه زیات شوي دي. د خونې د بورډ غړي خان جان الکوزي هم ویلي چې د پاکستان د کراچۍ بندر په فعالیتونو کې خنډونو د افغان واردوونکو او صادرونکو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د لارو تر تړل کېدو مخکې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري کابو ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه. په شپږو میاشتو کې افغانستان پاکستان ته د شاوخوا ۳۱۸.۹ میلیونه ډالرو صادرات کړي او له هغه هېواده یې د نژدې ۸۳۲ میلیونه ډالر واردات کړي وو.

د لارو د تړل کېدو د افغانستان پر هغو صادراتو هم سخت اغېز کړی چې پاکستان ته پر لنډو او دودیزو لارو انتقالېدل، لکه تازه او وچه مېوه، سبزیجات، مصالحې، سکاره، پنبه، تالک او نور طبیعي محصولات. له بلې خوا، د پاکستان صادرات لکه غله، درمل، بوره، ساختماني مواد، پلاستیک او المونیمي محصولات هم اغېزمن شوي دي.

د اوږدو او ګران بیه ترانزیتي لارو له امله پر افغان مصرفوونکو هم فشار زیات شوی او د ځینو لومړنیو توکو، لکه وریجو، بیې لوړې شوې دي.

په همدې حال کې، افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې لارې او بازارونه متنوع کړي. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، هند د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار ګرځېدلی او د جون په میاشت کې یې د افغانستان په ټولو صادراتو کې ۳۴ سلنه برخه درلوده.

په مجموع کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سیمه‌ییزې سوداګریزې اړیکې بدلې کړې دي. افغانستان هڅه کوي د پاکستان پر ترانزیتي لارو خپله تکیه کمه کړي، خو پاکستان هم د افغان بازار او منځنۍ اسیا ته د افغانستان د مهم ترانزیتي مسیر د باللو له کبله اقتصادي زیانونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....