Homeخبرونهد هرات د زنده جان د سیمنټو تولیدي فابریکې کارونه پیلېږي

د هرات د زنده جان د سیمنټو تولیدي فابریکې کارونه پیلېږي

تاند (شنبه د زمري ـ اسد ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، سبا (یک شنبه) د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیمنټو د تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پیلوي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان په اېکس پاڼه لیکلي چې، پر دې فابریکې، ګلبهار سیمنټ شرکت ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي.

تمه ده چې د دې فابریکي په بشپړېدلو سره پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیر مسقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

مسوولان وایي، دغه راز به په ورځني ډول دا فابریکه ۳۰۰۰مټریک ټنه سیمنټ توليد کړي، چي د هیواد ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...