Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاقتصادي معاونیت: هغو سیمه‌ییزو پروژو ته زمینه برابره ده چې، د افغانستان...

اقتصادي معاونیت: هغو سیمه‌ییزو پروژو ته زمینه برابره ده چې، د افغانستان د اقتصادي ودې لامل ګرځي

تاند ( شنبه د زمري ـ اسد ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې، د هغو ټولو سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره شوې چې د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لامل ګرځي.

یاد معاونیت ویلي، د افغانستان خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د ۱۱۶ کیلومتره برخې د جوړولو چارې بشپړې شوې او د ۱۳۵ کیلومتره مسیر د نل‌لیکې نصبولو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه د ټاپي ګاز نل‌لیکې چارې تر هرات ښار پورې بشپړې شي او په نږدې راتلونکې کې به په دغه ښار کې د ګازو د وېش سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د ټاپي پروژې له لارې د ګازو د لېږد له پیل سره به په هرات کې صنعتي فعالیتونه پراخ او سلګونو فابریکو ته به د فعالیت زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه د افغانستان له لارې د ترکمنستان طبیعي ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي.

طالبان وایي، د دې پروژې چارې اوس مهال د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې د هرات ښار پورې د جوړولو چارې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...