Homeخبرونهپاکستان له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې پرانېزي

پاکستان له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې پرانېزي

تاند ( شنبه د زمري ـ اسد ۱۷مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګریزو لارو د شاوخوا لسو میاشتو بندیزونو او د درندو اقتصادي زیانونو له ګاللو وروسته، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې، له افغانستان سره ټولې لارې او ټرانزیټي مسیرونه بېرته پرانېزي.

د «مینټ میرر» رسنۍ د راپور له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د دغه هېواد د دولتي چارواکو او سوداګرو په ګډه ناسته کې شوې ده.

ویل کېږي، په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد د اسانتیا لپاره پر لارو چارو بحث شوی دی.

د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د لارو او ټرانزیټي مسیرونو بېرته پرانیستل به د سوداګرو ستونزې راکمې کړي او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته به د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو حکومت له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د خلاصون لپاره د نړیوال تضمین غوښتنه کړې وه، څو پاکستان په راتلونکې کې په هېڅ صورت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بندې نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...