Homeخبرونهد هوا او اوبو دواړو لپاره نوی روباټ؛ د مرغانو په څېر...

د هوا او اوبو دواړو لپاره نوی روباټ؛ د مرغانو په څېر الوتنه او د کبانو په څېر لامبو کوي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۷ مه) د امریکا د مساچوسټ د ټکنالوژۍ انستیتیوت (MIT) څېړونکو داسې نوښتګر روباټ جوړ کړی چې د مرغانو په څېر په هوا کې الوتلی او د کبانو په څېر په اوبو لامبو کولی شي.

د سي این این د راپور له مخې، دا روباټ، چې د «ایرو-اکواټیک روباټیکس» ډلې له لوري جوړ شوی، بڼه یې هغو مرغانو ته ورته ده چې په اوبو کې غوټې وهي. د روباټ وزن یوازې ۲۵۰ ګرامه دی او د جوړولو لګښت یې شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ډالره ښودل شوی دی.

دا روباټ، چې «فلیپنګ ایریال اکواټیک وېهیکل» نومېږي، د بېټرۍ په وسیله چلېدونکي انجن په مرسته کار کوي. د دې روباټ پر نایلوني وزرونو او لکۍ پر مخ د اوبو ضد نانو ذراتو ځانګړی پوښ لګول شوی، څو اوبه یې وزرونو ته زیان ونه رسوي.

څېړونکو د اوبو غوټه وهونکو مرغانو د الوتنې او لامبو وهلو طریقه څېړلې او روباټ یې داسې پروګرام کړی چې وزرونه په ځانګړې فریکونسۍ سره وخوځوي.

د معلوماتو له مخې، دا روباټ په هوا کې په هر ساعت کې تر ۱۳.۴ میله سرعت الوتلی شي او تر اوبو لاندې په ساعت کې تر ۲.۲ میله سرعت لامبو وهي.

څېړونکي وايي، د بېټرۍ په یوه بشپړ چارج دا روباټ تر ۶ کیلومترو پورې الوتنه او تر ۲ کیلومترو پورې تر اوبو لاندې حرکت کولی شي.

د دې روباټ عملي ازموینې د یوه کال په موده کې د مساچوسیټ د اوبو په ټانک او د سویس د جنیوا په جهیل کې ترسره شوې دي.

ساینسپوهان باور لري چې دا ارزانه او سپک روباټ به په راتلونکي کې د سمندري ژوو د ساتنې، د اوبو د چاپېریال د څارنې او سمندري څېړنو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....