Homeخبرونهفنلنډ د نړۍ مجردانو ته د وړیا څلور ورځني سفر بلنه ورکړې

فنلنډ د نړۍ مجردانو ته د وړیا څلور ورځني سفر بلنه ورکړې

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) د فنلنډ د ګرځندوی ادارې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مجرد کسان یوه وړیا څلور ورځني سفر ته وربللي دي. په دې سفر کې به ګډونوال د فنلنډ له دودیزو خوړو سره بلد شي او له مجردو فنلنډیانو سره به د ماښامنۍ په ځانګړو مېلمستیاوو کې د پېژندګلوۍ فرصت ولري.

دا پروګرام چې «د فنلنډ ماښامنۍ لیدنه» نومول شوی، د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ له ۹مې تر ۱۹مې پورې به د هلسینکي او تامپره په ښارونو کې ترسره شي.

د فد فوربس مجلې د راپور له مخې، د فنلنډ د ګرځندوی اداره به له غوښتونکو څخه ۱۶ کسان وټاکي او د هغوی د الوتکې ټکټونو، استوګنې، خوړو او سیاحتي فعالیتونو لګښتونه به ورکړي.

ټاکل شوي کسان به په دوو اته کسیزو ډلو ووېشل شي. هره ډله به په یوې ځانګړې ماښامنۍ کې له دوو مجردو فنلنډیانو سره ګډون وکړي. دا چې کومه ډله به هلسینکي او کومه به تامپره ته ځي، د ګډونوالو تر ټاکلو او د هغوی د ګډون تر تایید وروسته به معلومه شي.

په دې مېلمستیاوو کې به د فنلنډ دودیز خواړه، لکه د سیمې کبونه، د ښکار غوښه، د ځنګلونو توتان او مرخېړي وړاندې شي.

د دې نوښت الهام په فنلنډ کې له یوه دود څخه اخیستل شوی چې د «مجردانو ټوکرۍ» نومېږي. په دغه هېواد کې په ځینو پلورنځیو کې مجرد کسان د ګلابي رنګه ټوکرۍ په اخیستو نورو ته څرګندوي چې له نوو کسانو سره پېژندګلوۍ او خبرو ته لېواله دي.

د فنلنډ د ګرځندوی اداره وايي، د دې پروګرام موخه بهرنیو سیلانیانو ته د دغه هېواد د خوړو د دودونو ورپېژندل دي. خو جوړوونکي یې هیله لري چې ګډونوال به د سفر په ترڅ کې له یو بل سره هم بلد شي او ښايي ځینې یې عاطفي اړیکې هم جوړې کړي.

دوی ټینګار کوي چې دا پروګرام د واده یا د ژوند د ملګري موندلو خدمت نه دی او د داسې اړیکې د جوړېدو هېڅ ډاډ نه ورکوي.

د نړۍ د هر هېواد هغه مجرد کسان چې عمرونه یې ۱۸ کاله یا تر هغه ډېر وي، په دې پروګرام کې د ګډون غوښتنه کولی شي؛ خو د فنلنډ وګړي او اوسېدونکي ترې مستثنا دي.

غوښتونکي باید په انګلیسي ژبه یوه لنډه ویډیو جوړه کړي او دې پوښتنې ته ځواب ورکړي: «که د ماښامنۍ مېلمستیا جوړوئ، کوم خواړه به پکې وړاندې کوئ او ولې؟»

دوی باید خپله ویډیو په انسټاګرام، ټیک‌ټاک یا یوټیوب کې د #FinnishDinnerDate له نښان سره خپره کړي او په هماغه ټولنیزه رسنۍ کې د فنلنډ د ګرځندوی رسمي حساب هم په نښه کړي.

تر دې وروسته باید د پروګرام په رسمي وېبپاڼه کې د غوښتنلیک فورمه ډکه او د خپلې ویډیو تړونی ورسره شریک کړي.

د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د نومبر لسمه، د فنلنډ په وخت د غرمې له ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو مخکې ده. د غوره شویو کسانو نوملړ به د ډسمبر په لومړۍ نېټه د فنلنډ د ګرځندوی ادارې په رسمي انسټاګرام او ټیک‌ټاک پاڼو کې خپور شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...