Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ لوبډلو نن په یوه ورځ دوه کپونه وګټل

د افغانستان د کرکټ لوبډلو نن په یوه ورځ دوه کپونه وګټل

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن زیمبابوې ته په درېیمه شل اوره سیالي کې په لوړ توپیر ماته ورکړه او د شل اوره سیالیو لوبلړۍ یې درې پر صفر وګټله.

نن د تېرو دوو شل اوره سیالیو خلاف پچه افغانستان وګټله او لومړی یې زیمبابوې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زیمبابوې لومړي درې لوبغاړي ډېر ژر وسوځېدل. عظمت الله عمرزي، فاروقي او عبدالله تره خېل د زیمبابوې لومړي اوپنران یو په بل پسې وسوځول.

عبدالله تره خېئل چې په لومړي ځل یې په یوه نړیواله سیالۍ کې برخه اخیستې وه، نه یوازې د زیمبابوې کیپتان سکندر رضا وسوځاوه بلکې موزراباني یې هم وسوځاوه.

خو نن ورځ د نوراحمد وه. ده د زیمبابوې ۵ لوبغاړي وسوځول.

په بیټنګ کې محمداکرم د ګوربز پر ځای د پیلګر لوبغاړي په توګه له ابراهیم ځدراڼ سره میدان ته راووت. محمد اکرم په لومړیو څلورو توپونو ۱۵ منډې وکړې او وسوځېد.  ښايي ورته ویل شوي وو چې تېزه لوبه وکړي. له همدې کبله یې پر له پسې څلوریزې ووهلې.

افغانستان د زیمبابوې د ۸۰ منډو هدف د نهم اور په لومړي توپ پوره کړ او په دې توګه یې سیالي په ۷ ویکټونو او ۷۱ اضافي توپونو وګټله.

تر دې وړاندې افغانستان په لومړۍ شل اوره سیالي کې زیمبابوې ته د ۳۷ منډو او دوهمه د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وې.

له بلې خوا د افغانستان د کرکټ ابدالیانو لوبډلې د هانګ کانګ د شپږ اوره ټورنمنټ په پایلوبه کې نن استرالیا ته ماتې ورکړه او د دې تورنمنټ کپ یې وګوټ. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان د ابدالیانو کرکټ لوبډله د هانګ کانګ د شپږ اوره تورنمنټ جام ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...