Homeخبرونهافغانستان د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو اتله شوه

افغانستان د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو اتله شوه

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) افغان ابدالیان لوبډلې د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته ماتې ورکړه او د دې فارمټ سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

استرالیا د ۳ لوبغاړو په زیان د افغانستان لپاره د ۱۱۵ منډو هدف ټاکلی و. د افغانستان پیلګرو لوبغاړو ګلبدین نایب او کریم جنت  ۱۷ او ۱۳ منډې وکړې. خو د دوی له سوځېدو وروسته عمران میر او فرمان الله ساپي په پرله پسې شپږیزو د لوبې لوری بدل کړ. عمران میر په ۱۴ توپونو ۵۳ منډې وکړې. ده ۷ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې.

فرمان الله ساپي بیا په ۷ توپونو د څلورو شپږو په مټ ۲۶ منډې وکړې.

افغان ابدالیانو پایلوبه په څلورو ویکټونو او ۵ اضافي توپونو وګټله.

دا د هانګ کانګ د شپږ اوریز فارمټ سیالیو په تاریخ کې، چې دا یې پنځم پړاو و، لومړی ځل دی چې افغانستان د اتلولۍ جام ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...