Homeخبرونهڅېړنه؛ چټک پلی تګ د وختي مړینې خطر کموي

څېړنه؛ چټک پلی تګ د وختي مړینې خطر کموي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) یوه نوې طبي څېړنه ښيي چې پلی تګ د روغتیا لپاره ګټور دی، خو د پلی تګ چټکتیا د ګټو په زیاتولو کې مهم رول لري. د څېړنې له مخې، هغه کسان چې د چټک تګ عادت لري، د وختي مړینې له کم خطر سره مخ وي.

دا څېړنه د ناروې د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکو کړې او پایلې یې د «جاما نېټورک اوپن» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.

څېړونکو د څه باندې څلور زره کسانو روغتیايي معلومات څېړلي دي. دغو کسانو په ۱۹۸۰مه لسیزه کې په یوه طبي څېړنیزه پروژه کې برخه اخیستې وه او په هرو څلورو تر پنځو کلونو کې یې روغتیايي معاینات کېدل.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د دغو کسانو د پلی تګ چټکتیا هم وڅېړل شوه. څېړونکو د دې لپاره یې داسې یوه وسیله کاروله چې د هر کس په یوه دقیقه کې د اخیستل شویو ګامونو شمېر یې ثبتاوه.

له ګډونوالو وغوښتل شول چې لومړی ۲.۴۴ متره واټن په نورمال سرعت ولاړ شي. دا ازموینه درې ځلې تکرار شوه او د هغوی د تګ منځنۍ چټکتیا د څېړنې لپاره وکارول شوه. د نهو ورځو په موده کې د هغوی د تګ چټکتیا او د ورځنیو ګامونو شمېر هم ثبت شو.

څېړونکو د راتلونکو ۱۲ کلونو لپاره د دغو کسانو روغتیا وڅارله او د عمر، جنسیت، زده‌کړو، مدني حالت، سګرېټ څکولو، خوړو، وزن، د وینې فشار او اوږدمهالو ناروغیو په څېر عوامل هم په پام کې ونیول.

د څېړنې پایلو وښوده چې چټک پلی تګ د ۱۲ کلونو په موده کې د مړینې خطر تر ۲۳ سلنې پورې کموي.

څېړونکي وايي، د چټک پلی تګ او اوږد ژوند ترمنځ د اړیکې څو لاملونه شته. د دوی په وینا، چټک پلی تګ ښيي چې یو کس ښايي په لږو اوږدمهالو ناروغیو اخته وي او که ناروغي ولري، په ښه توګه یې کنټرولوي.

د څېړونکو په باور، کله چې د انسان روغتیا خرابېږي، د پلی تګ چټکتیا یې له لومړنیو بدلونونو څخه وي؛ له همدې امله د یوه کس د تګ له چټکتیا څخه د هغه د روغتیا د وضعیت اټکل کېدای شي.

د څېړنې له مخې، هغه کسان چې په یوه ثانیه کې ۱.۲ متره واټن وهي، د وختي مړینې له څرګند کم خطر  سره مخ وي. همداراز، په یوه دقیقه کې د ۱۱۲ ګامونو اخیستل د وختي مړینې خطر له ۱۷ تر ۱۸ سلنې پورې راکموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...