تاند – باختر خبري اژانس، چې د افغانستان له پخوانیو او مهمو رسنیزو بنسټونو څخه شمېرل کېږي، نن (د نوومبر په لومړۍ) ۸۷ کلن شو.
دا اژانس، چې دا مهال د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د ۱۹۳۹ میلادي کال د نوومبر په لومړۍ نېټه تاسیس شوی و.
باختر اوسمهال د پښتو او دري تر څنګ په انګلیسي، عربي، روسي، اردو، ازبکي او چینایي ژبو هم خبرونه خپروي.
د اوسني فعالیت بڼه
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، دې اژانس ته پاملرنه ډېره شوې ده. د ویبپاڼې بڼه یې نوې شوې او تر پخوا ډېر خبرونه خپروي. د دې اژانس ډېری فعالیتونه یې د دولتي چارواکو د سفرونو، په ولایتونو کې د رغنیزو پروژو او رسمي لیدنو پر پوښښ متمرکز دي.
باختر په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ خبریالان لري چې هره ورځ لسګونه خبرونه برابروي، او ډېری منځپانګه یې د طالبانو د حکومت فعالیتونه منعکس کوي.
د تېرو کلونو وضعیت
د رسنیو د کارپوهانو په وینا، د جمهوري حکومت په دوره کې دا اژانس تر ډېره له پامه غورځول شوی و. هغه مهال د دولت پام تر ډېره پر خصوصي رسنیو و، او دولتي رسنیو لږ رول درلود. باختر هم تقریباً هېر اژانس و، چې نه یې چندان تازه خبرونه خپرول او حتي نه یې د ویبپاڼې بڼه تازه (اپ ډېټ) کېده.
باختر په ټول افغانستان کې د اطلاعاتو او کلتور د ریاستونو تر چتر لاندې فعالیت کوي. که څه هم د دې ادارې د کارکوونکو شمېر د نړۍ له ډېرو خبري اژانسونو زیات بلل کېږي، خو کارپوهان یې د کار کیفیت کمزوری ارزوي.
تاریخي مخینه
باختر د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شو؛ هغه دوره چې ګڼ علمي او رسنیز بنسټونه د دولت په ملاتړ رامنځته شول.
دا اژانس په پیل کې د «افغانستان خبري اژانس» په نوم فعالیت کاوه، خو وروسته یې نوم «د باختر اژانس» ته واوښت.
د سلطنت په مهال باختر د شاهي دربار او د افغانستان او نړۍ خبرونه خپرول. هغه مهال دا اژانس له نړۍ او خپل هیواد څخه د افغانانو د خبرېدو یوازینۍ سرچینه وه. خبرونه او مطالب به یې په ورځپاڼو او د افغانستان په دولتي راډیو کې خپرېدل. د ۱۹۷۳ کال د نظام له بدلون وروسته، محمد داوود خان دې ادارې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د راډیو، ټلویزیون او افغان فلم ترڅنګ یې د باختراژانس د پیاوړتیا هڅې وکړې.
که څه هم هغه مهال یوازې راډیو فعاله وه، خو د کارپوهانو په باور، داوود خان غوښتل افغانستان د رسنیو له پلوه له نړۍ سره همغږی کړي. د تلویزیون بنسټ یې کېښود.
د جګړو اغېز
د ۱۹۷۸ کال له کمونیستي کودتا وروسته، ډېری ملي ادارې سیاسي شوې او باختراژانس هم د هغه وخت د تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شو.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې، د کورنیو جګړو پر مهال، دولتي رسنۍ د بېلابېلو ډلو تر کنټرول لاندې راغلې.
د باختر انګلیسي څانګه په ۱۹۹۲ کال کې فعاله شوه، او په ۲۰۰۲ کال کې یې د سپوږمکۍ له لارې له فرانس پریس اژانس سره د خبرونو د تبادلې همکاري پیل کړه.