ایمل پسرلی
جعفر هاند نژدې يوه نيمه لسيزه کېږي چې پېژنم. مستعد او د کار سړی دى. يادېږې مې چې په رپوټونو پسې به لېواله گرځېده، د ده تلوسه او مينه وه چې کارونه به يې د خلکو خوښېدل. د ده د خوښې په موضوعاتو کې يو هم کرېکټ و. ” درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرېکټ تاریخ،، کتاب يې د همدې مينې ښکارندويه دى. نژدې پنځه سوه مخونه يې ليکلي، په سلگونو سرچينې يې پسې پلټلي او له گڼو کسانو سره غږېدلى. دا په پښتو ژبه د کرېکټ شپږم کتاب دی. ما ته په دې جالب و او دی چې له دې لوبې سره د ډېرو نورو افغانانو غوندې زه هم مینه لرم. له ښاغلي هاند څخه منندوى يم چې دومره لوی کتاب یې وليکه ، په دې هم ترې خوښ یم چې پر دې کتاب یې د ځغلند نظر لیکلو اجازه هم راکړه. لکه خپله دوی ته چې مې وویل دلته هم وایم چې دا کرښې د هاند په اړه نه بلکې د دوی په لاس د لیکل شوي متن په تړاو دي.
په هر هغه کتاب کې چې تېرو وختونو ته کتنه کېږي او د تاریخ نوم پرې وي، نېټې یې او طبعآ په نورو معلوماتو کې یې دقت تر هر څه مهم دی. د دې کتاب په پای کې د ۲۵۷ ماخذونو یادونه شوې ده. دا د لیکوال د حوصلې، کار او زیار ښکارندویي کوي. البته د سرچینو دقیق ځای نه دی ښوول شوی. د بېلګې په توګه د یوه کتاب حواله یې ورکړې خو ورسره یې د کتاب هغه پاڼه نه ده ياده کړې چې ده ترې دغه خبره را اخیستې، لوستونکی باید د هغه کتاب ټولې پاڼې ولولي چې د دې حوالې دقیق ځای پیدا کړي. د سرچینو په ورکړه کې دا بڼه نورو خلکو هم کارولې، عیب نه دی خو له لوستونکي سره ډېره مرسته نه کوي. دې کار په کتاب کې د یادو شویو خبرو د تایید چاره ګرانه کړې ده. د تاریخ په کتاب یا داسې یوه اثر کې چې سبا به یې نور د ریفرنس په توګه کاروي غوره دا ده چې د نېټو تېروتنه او د واقعي (فکچول) غلطيو مخه پکې نيول شوې وي. هيله مې دا ده چې که دا کتاب بیا چاپېږي په يو څه غور وليدل شي. دلته یې یوازې ځینې برخې یادوم.
د کتاب په ١٢ مخ کې راغلي: ٬٬کرېکټ دا مهال پر افغانستان سربېره په رسمي ډول د نړۍ په څه باندې ۱۱۰ هېوادونو کې کېږي.،،
د همدې کتاب په ۵۴ مخ کې بیا لولو چې ” د کرېکټ نړیواله شورا د دغه کتاب تر لیکلو پورې ټولټال ۱۰۵ غړي هېوادونه لري ،، خو د اى سي سي په حساب د ۲۰۲۰ کال تر جنوري د کرېکټ د نړیوالې شورا د غړیو شمېر ۱۰۴ هېوادونه دي. ۱۲ بشپړ غړي او ۹۲ نور چې اي سي سي په رسمیت پېژندلي دي نو ٬ په رسمي ډول، ټول ټال ۱۰۴ هېوادونه دي، نه ۱۱۰ خو ۱۰۵ هم یو دوو ځایونو کې یاد شوي دي.
۱۵ مخ: ٬٬ شل اوویزې لوبې بیا په ۲۰۰۵ م کې پیل شوې.،،
که خبره د نړیوالې شل اوریزې لوبې وي نو لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۰۴ کال د اګست په پنځمه نېټه د انګلنډ او نیوزیلنډ د ښځو لوبډلو تر منځ وشوه. که هسې د شل اوریزو خبره وي نو په ۱۹۹۰مو کلونو کې نیوزیلنډ کې د هغه هېواد نامتو بتسمن مارتین کرو د کرېکت مکس په نامه دغه بڼه پیل کړه. قاعده او قانون ورته بیا د انګلنډ او وېلز بورډ په ۲۰۰۳ کال کې جوړ کړ.
۲۰ او ۱۹ مخ: ٫٫ د برتانیا د استعمار په اړه یوه خبره مشهوره وه، وايي برتانوییانو به د سیمو د نیولو او د خپل سیاسي او فرهنګي نفوذ د ساتلو لپاره لومړی لښکرې استولې، بیا به یې مذهبي مشران استول او په دریم ګام کې به یې په هغو سیمو کې کرېکټ دود کاوه. انګرېزانو به له یرغل سره سم په نیول شویو سیمو کې کرېکټ خپراوه.،،
د ماخذ په توګه لیکل شوي چې له ۱۷۹۹ کال څخه مخکې د لومړیو وختونو کرېکټ، بیا یې په انګریزي Early cricket ( Pre 1799) لیکلي او ورپسې یې د ای سي سي د وېبپاڼې هغه لېنک ورکړی چې د کرېکټ د لومړیو وختونو تاریخ دی. په هغه لېنک کې ما دا ونه موندل چې ویل شوي وي انګرېزانو کرېکټ د استعمار د پراخولو یا ټینګولو لپاره کارولی وي. شاید زما د نه دقت دلیل وي، یا هلته دا خبره نه وي او یا شاید داسې ځای وي چې زما نه دې ورپام شوي.
البته په انګریزي ژبه ګڼ کتابونه او مقالې شته چې د کرېکټ او استعمار تر منځ یې بحثونه کړي دي، خو یوه هم په غوڅه ژبه نه دې ويلي چې ګواکې انګرېزانو د کرېکټ له لارې نیول شوې سیمې ټینګولې. کتاب باید یا د خپل غوڅ دریځ لپاره د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي وای او یا یې ورسره هغه بحث هم یاد وای چې د دې برعکس نظر ښيي.
۲۴ مخ: ٫٫ په جنوبي افریقا کې د کرېکټ د ټسټ لومړنۍ لوبه په ۱۸۰۸ م کې په کېپ ټاوان کې د ځايي کارګرو د دوو لوبډلو ترمنځ وشوه.،،
ټسټ لوبې یوازې او یوازې د ای سي سي د بشپړو غړو هېوادونو تر منځ کېږي د کلبونو تر منځ لوبې ټسټ لوبې نه وي. په سویلي افریقا کې لومړنۍ ټسټ لوبه په ۱۸۸۹ کال کې د کوربه هېواد او انګلنډ تر منځ په پورت الېزبیت کې وشوه.
۲۴ مخ: ٫٫ جنوبي افریقا په ۱۸۸۹ کال کې د تسټ لوبو درجه ترلاسه کړه او په دې سره د ټسټ لوبو دریم هېواد شو. په همدې کال یې د انګلنډ پر خلاف په کېپ ټاون کې ټسټ لوبه وکړه.،،
په کېپ ټاوان کې لومړۍ ټسټ لوبه نه وه شوې بلکې په پورټ الېزبیت کې شوې وه.
۲۵ مخ: ٫٫په ۱۹۸۰ م کلونو کې ویسټ انډیز، انګلنډ، سرېلنکا او استرالیا د کرېکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته د سیالیو لپاره سفرونه وکړل.،،
د دغو هېوادونو لوبډلو نه بلکې د دغو هېوادونو ځینو هغو لوبغاړو چې باغیان بلل شوي وو د پیسو لپاره سویلي افریقا ته ولاړل، دوی کوم رسمیت نه لاره او نه هم د خپلو هېوادونو د کرېکټ بورډ له لورې لېږل شوي وو. دوی هېڅ ډول رسمیت نه درلود.
۲۷ مخ: ٫٫ هند په ویست انډیز پسې دویم هېواد دی چې دوه ځلې یې د کرېکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جامونه ګټلي دي.،،
نه هند دریم هېواد دی. لومړی ویسټ انډیز و چې لومړني دوه نړیوال جامونه یې وګټل، بیا استرالیا وه چې د ښاغلي هاند د کتاب تر چاپېدو پورې یې پنځه ځله نړیوال جام ګټلی دی. هند چې په دویم ځل په ۲۰۱۱ کال کې نړیوال جام ګاټه تر هغه وخته استرالیا څلور ځله دغه جام پورته کړی و. په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کې استرالیا دغه ویاړ خپل کړی و.
۲۷ مخ : ٫٫ په هند کې انګرېز سوداګرو په شپاړسمه پېړۍ کې کرېکت کړی او کرېکټ یې د هند لویې وچې ته انتقال کړی دی.،،
په هند کې په لومړي ځل انګرېز سوداګرو په اتلسمه پېړۍ کې ( ۱۷۲۱ ) کې کرېکټ کړی دی
اصلآ انګرېزان په لومړي ځل هند ته د ۱۶۰۸ کال د اګست په ۲۴ نېټه د سوداګرۍ په نیت ورغلي. دا شوه اولسمه پېړۍ نه شپاړسمه.
۳۱ مخ: ٫٫پاکستان په کرېکټ کې هومره اوږد تاریخ نه لري. دا هېواد تر ۱۹۴۸ م پورې د هند برخه وه.،،
پاکستان د ۱۹۴۷ کال په اګست کې له هنده جلا شو.
۳۱ مخ: ٫٫ پاکستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر په میاشت کې په ډیلي کې د انګلنډ خلاف وکړه.،،
دا لوبه له انګلنډ سره نه بلکې له هند سره وه.
۳۱ مخ: ٫٫ دا لیګ ( پي ایس ایل ) د پاکستان د شپږو داخلي لوبډلو او ایالتونو ترمنځ سیالۍ دي.،،
په دې لوبډلو کې ایالتونه نشته، د شپږو ښارونو لوبډلې دي، پېښور، اسلام اباد، کوټه، لاهور، کراچۍ او ملتان
۳۱مخ: ٫٫دا لیګ ( پي ایس ایل ) په ۲۰۰۵ کال کې پیل شو.،،
دا لیګ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی و.
۳۱ مخ: ٫٫ په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د سرېلنکا پر لوبډلې وسله وال برید وشو او له هغه وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا دغه هېواد ته نړیوالې لوبې او د نړیوالو لوبغاړو ورتګ بند کړ. خو په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې دا بندیزونه بیرته لیرې شول.،،
د کرېکټ نړیوالې شورا پر پاکستان بندیز نه و لګولی بلکې هر هېواد د امنیت د نشتوالي له امله پاکستان ته سفر نه کاوه. په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان ملي لوبډلې پاکستان ته سفر وکړ، په ۲۰۱۵ کال کې زمبابوې، بیا ورپسې د بنګله دېش د نجونو لوبډلې او نورو هم د یو ورځنو لوبو لپاره تر ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ وړاندې سفرونه کړي دي، که د کرېکټ نړیوالې شورا بندیز وای دغه یوه هېواد به هم سفر نه وای کړی.
۳۲ مخ : ٫٫ د پاکستان د کرېکټ د لومړنۍ ملي لوبډلې لوبغاړی فضل محمود د هند ملي لوبډلې ته هم غوره شوی و. د پاکستان تر جوړېدو مخکې یې په ۱۸۴۴ م کې د شمالي هند د کرېکټ ټولنې د لوبډلې لوبغاړی و.،،
فضل محمود په ۱۹۲۷ کال کې زېږېدلی دی، نو په ۱۸۴۴ کال کې یې څرنګه لوبه کوله؟
۳۴ مخ: ٫٫ د ۱۹۴۷ کال په لومړیو کې د پاکستان د کرېکت بورډ په جوړولو بحثونه پیل شوي وو. بیا یو کال وروسته جوړ او رسمي اعلان شو.،،
د پاکستان د کرېکټ بورډ د جوړېدو اعلان په ۱۹۴۸ کې نه بلکې د ۱۹۴۹ کال د مۍ په لومړۍ نېټه وشو.
۳۶ مخ : ٫٫سرېلنکا د هند په لویه وچه کې یو ټاپووزمه هېواد دی.،،
هند لویه وچه نه ده او سرېلنکا ټاپووزمه نه دی بلکې ټاپو دی. ټاپووزمه هغه وي چې یو نه یو کونج یې د کوم بل هېواد له خاورې سره پوله ولري.
۳۸ مخ : ٫٫زمبابوې خپله لومړۍ ټسټ لوبه د ۱۹۹۲ کال د اکتوبر په ۱۸ مه په هراره کې له انګلنډ سره وکړه.،،
زمبابوې له انګلنډ سره نه بلکې له هند سره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه کړې وه.
۴۳ او ۴۴ مخونه: ٫٫ په تخنیکي لحاظ څلور مهم علتونه وو چې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو ته یې لاره هواره کړه: ۱ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۶۰ م کلونو کې په انګلنډ کې د بریتانیا د اشرافو ( لوړې طبقې) د سیاسي او مالي واکمنۍ نسبي ځوړ او کمزورتیا، ۲د انګلنډ د کاونټي کرېکټ کلبونو په کلنیو عوایدو کې کموالی، ۳، د کاونټي په کرېکټ کلبونو کې د مسلکي لوبغاړو سیاسي کول او په سیاست کې ورګډول، ۴ په کرېکټ باندې د واک په سر ناندرۍ. پورتنیو څلورو تخنیکي علتونو د کرېکټ یوې ورځنیو لوبو ته لاره هواره کړه.،،
دا تخنیکي علتونه دي که شرایط؟ ما چې د یو ورځنیو لوبو د پیل په تړاو څه لوستي و هغه دا و چې په لومړي ځل په ۱۹۵۱ کال د هند په کیرېلا سیمه کې پنځوس اورېزه یوه ورځنۍ لوبه وشوه. وروسته په ۱۹۶۲ کال کې د انګلنډ کاونټیو دا بڼه ورخپله کړه چې ۶۵ اوورونه به هرې لوبډلې کول. په ۱۹۶۳ کال کې انګلنډ کې د کاونټیو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لومړنۍ اتلولي وشوه. لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه بیا د استرالیا په ملبورن کې په ۱۹۷۱ کال کې وشوه. د استرالیا او انګلنډ ټسټ لوبه وه خو په لومړیو درو ورځو کې یې باران وشو. په څلورمه ورځ یې وپتېیله چې د ۴۸ اوورونو یوه ورځنۍ لوبه به وکړي. منظور دا دی چې که د انګریزانو د کاونټیو هر دلیل یا هر ډول شرایط وو لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه په هند کې شوې نه په انګلنډ کې.
۴۶ مخ: ٫٫دا ټرافي ( رنجي ټرافي) په ۱۹۵۳ م کې پیل شوه.،،
رنجي ټرافي په ۱۹۳۴ کال کې پیل شوه نه په ۵۳ کال.
۵۴ مخ: ٫٫په ۱۸۰۹ کې د دغو درېو هېوادونو کرکټ مشران کېناستل او د کرېکټ شاهي کانفرانس لومړۍ غوڼده یې وکړه.،،
دا غونډه په کتاب کې له راغلې نېټې یوه پېړۍ وروسته په ۱۹۰۹ کې وشوه.
۵۴ مخ: بیا یې دویمه غونډه په ۱۹۲۶م کې وکړه.
لومړۍ غونډه د ۱۹۰۹ کال په جون او دویمه یې د هم هغه کال په جولای کې شوې وه. شاید کومه بله غونډه په ۱۹۲۶ کې شوې وي. د دغو غونډو او ناستو په تړاو هره سرچینه بل ډول نظر ورکوي.
۵۴ مخ: ٫٫پاکستان یې په ۱۹۵۳ م غړی شو.،،
پاکستان د ۱۹۵۲ کال د جولای په ۲۸ مه نېټه غړیتوب وموند.
۵۸ مخ : ٫٫ ډیری کسان په دې باورمند دي چې په نویمو لسیزو کې له پاکستان څخه د کډوالو تر بیرته ستنېدو وروسته افغانستان ته کرېکټ راغلی دی، خو اصلي خبره دا ده چې کرېکت تر دغې څه باندې یوه پېړۍ مخکې افغانستان ته انتقال شوی دی. انګرېزانو په لومړي ځل په ۱۸۴۰ م کلونو کې افغانستان ته کرېکت راوړی دی او هم وخت په کابل او غزني کې کرېکټ کېده.،،
له نویمو لسیزو شاید مطلب ۱۹۹۰ م کلونه وي خو بحث دا دی چې کرېکټ افغانستان ته څه وخت راغلی که افغانانو کرېکټ کله پیل کړی دی؟ همدا اوس په برتانيا کې ځینې افغانان په پارکونو کې د خوسي لوبه کوي، ایا موږ ویلی شو چې برتانويان د خوسي لوبه کوي؟ البته په برتانيا کې یې افغانان کوي خو دا په دې مانا نه شوه چې برتانويان یې کوي. په کابل او غزني کې برتانوي عسکرو په خپلو کې کرېکت کاوه نه افغانانو. یوه همکار مې راته ویل چې په ۱۹۶۰ مو او اویایمو کلونو کې یې هم د برتانیا د سفارت ځینې کارکوونکي لیدلي چې په کابل کې یې د کرېکټ لوبه کوله، خو په خپلو کې، نه له افغانانو سره.
۶۱ مخ : ٫٫ مالیزیایان د برتانیا په تولید شوي ورزش بډمنټن کې ښه ورسېدل …،،
بډمنټن د برتانیا تولید نه و د هند لوبه ده چې په لومړي ځل برتانویانو له هندیانو د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې زده کړه. خو دا خبره بیا سمه ده چې د برتانویانو ایست انډیا کمپنۍ په ۱۸۰۹ کې مالیزیا ته دا لوبه یووړه.
۶۴ مخ : ٫٫ کابل ته د انګرېز لښکر له راتګ وروسته د ۱۸۳۹ -۱۹۴۲ م کلونو تر منځ په دغه ښار کې کرېکټ څه نا څه دود شو او له دغې لوبې سره د ځینو افغان چارواکو او عادي افغانانو مینه هم پیدا شوه خو کرېکټ هغه وخت هېڅ د افغانانو د خوښې لوبه نه وه ، د افغانستان ملي لوبه وزلوبه ده چې د دوو ټیمونو ….،،
له ۱۸۳۹ څخه تر ۱۹۴۲ پورې موده تر یوې پېړۍ ډېر وخت دی، په دغه ټولو ۱۰۳ کلونو کې چې طبعآ برتانوي سرتیري په افغانستان کې نه و، که واقعآ افغانستان کې کرېکټ وای ، په افغانانو کې به دا لوبه نه وه غوړېدلی؟ یا شاید په کتاب کې د تاریخونو تېروتنه وي ۱۹۴۲ به نه وي ۱۸۴۲ به وي. که همداسې وي ایا واقعآ هغه مهال ( ۱۸۳۹-۱۸۴۲) بزکشي د افغانانو ملي لوبه وه؟ ایا ټول افغانان په اوزلوبه هغه وخت خبر و؟
۶۶ مخ : ٫٫ خو دا داستان هغه وخت له سره پیل شو چې د شلمې پېړۍ په اویایمو لسیزو کې …،،
یوه پېړۍ څو لسیزې لري؟ دا به اویایمې شاید نه وي اوومه لسیزه به یادوي.
۶۷ مخ : ٫٫ د انګرېزانو له مهال وروسته افغانستان ته د شوروي اتحاد تر راتګ پورې بیا په دغه هېواد کې کرېکټ نه و او نه هم چا کاوه.،،
په ۱۹۶۰ مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې کابل مېشتو د برتانیا د سفارت کارکوونکي لیدلي دي چې کرېکټ یې کاوه. که د نولسمې پېړۍ د انګرېزانو خپل منځی کریکټ په افغانستان کې کرېکټ وي نو دا بیا ولې نه دی؟
۱۱۱ مخ : ٫٫ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې په ۲۰۰۴ م کې د اسیا د کرېکت شورا په سیالیو ( اې سي سي ټرافي) کې برخه واخیسته د هېواد لومړۍ ملي لوبډله وه چې د داسې بهرنیو سیالیو لپاره غوره او جوړه شوې وه.،،
د هېواد لومړۍ لوبډله؟ د کرېکت لومړنۍ لوبډله که د افغانستان د هرې ورزشي لوبې لومړنۍ لوبډله؟ د هرې کومې لوبې خو کېدی نه شي ځکه چې په ۱۹۳۶ کال کې افغانستان په اولمپیک لوبو کې چې په جرمني کې وې هاکي لوبډله لرله. که منظور کرېکټ وي بیا هم ناسمه ځکه ده چې د اې سي سي ټرافي په مالیزیا کې د ۲۰۰۴ کال په جون کې وې او د اسیا د ۱۷ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو سیالۍ د هم هغه کال په جنوري کې په هند کې وې چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پکې برخه اخیستې وه.
۱۱۵ مخ : ٫٫ افغانستان د اې سي سي په ټرافي کې په اوله لوبه کې د ۲۰۰۴ م د جنوري په ۱۳ مه د مالیزیا د کولالمپور د رایل سیلنګور په لوبغالي کې له عمان سره وکړه چې څلور لوبغاړي یې په صفر وسوځېدل دا د افغانستان لومړۍ لوبه وه چې له کوم بل هېواد سره مخامخېده.،،
دا لوبه په جنوري کې نه په جون کې وشوه. له کوم بهرني هېواد سره یې لومړنۍ لوبه وه خو له بهرنیو کلبونو سره د افغانستان د ملي لوبډلې لوبې له ۱۹۹۷ کاله پیل شوي دي.
۱۲۲ مخ : ٫٫ شهزاد په ۲۰۰۸ م کې په هماغو اسنادو د افغانستان د ملي لوبډلې غړی شو.،،
شهزاد په ۲۰۰۹ کال کې په سویلي افریقا کې د ۲۰۱۱ کال د نړیوالې اتلولۍ د غوراوي لپاره په کېدونکو لوبو کې په لومړي ځل د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو او له ډنمارک سره يې لومړنۍ لوبه وه چې ده پکې پنځوسيزه وکړه.
۱۲۵ مخ : ٫٫ د نوروز منګل په کپتانۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ۲۰۰۳ م څخه تر ۲۰۱۰ م پورې شاوخوا ۸۰ لوبو کې ۷۰ ګټلي دي.،،
نوروز منګل په ۲۰۰۳ کې نه بلکې له ۲۰۰۷ کال څخه د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان شوی دی. البته په ۲۰۰۴ کال کې د یوې سیالۍ په نیمايي کې له الله داد نوري نوروز منګل ته د کپتانۍ مسوولیت ورسپارل شوی و خو تر هغه وروسته بیا ریس احمدزی کپتان و. له ۸۰ لوبو د ۷۰ سیالیو ګټل ما ته سم نه ښکاري. ځکه چې په همدې موده کې یې یوازې د اې سي سي په درو ټرافیو کې اووه لوبې بایللې وې، د ۲۰۰۸ کال په پنځم ډویژن کې یې یوه، د همدې کال د دریم ډویژن لوبو کې هم یوه او د ۲۰۰۹ کال سویلي افریقا هغو سیالیو کې چې د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام غوراوي ته وې افغانستان څلور لوبې بایللې وې. په دې حساب که د ۲۰۰۹ کال نورې لوبې حساب هم نه کړو یوازې په یو ورځنیو لوبو کې دا ماتې ۱۳ شوې. نو له اتیا لوبو د اویا سیالیو ګټل دقیقه خبره نه ده.
۱۲۹ مخ : ٫٫ د ۲۰۱۰ م د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې ریس احمدزي د ایرلنډ خلاف په حساس وخت کې ۵۰ منډې وکړې او افغانستان بیا هغه لوبه وګټله.،،
ریس احمدزي د افغانستان لپاره ټولې پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي دي چې په هغو کې یې تر ټولو ډېرې منډې ناسوځېدلې ۳۹ دي. ریس احمدزي په یو ورځنیو لوبو کې پنځوسیزه نه ده کړې البته په لیست اې یو ورځنیو لوبو کې پنځوسیزې لري. که لوبه په ٢٠١٠ کال کې وه نو دا به رسمي نړيواله يو ورځنۍ لوبه وي ځکه چې دغه وخت ايرلنډ او افغانستان دواړو د نړيوالو يو ورځنيو لوبو دريځ درلود. خو ريس احمدزى په رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې پنځوسيزه نه لري. د ۲۰۱۰ کال په ترڅ کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو یوازې یوه سیالي شوې چې په هالند کې وه او ایرلنډ په ۳۹ منډو ګټلې وه په هغه لوبه کې ریس احمدزی نه لوبېده. البته د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۱۱ مه نېټه د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام ته د غوراوي په لوبه کې ریس احمدزي له ایرلنډ سره په ۶۵ توپونو پوره ۵۰ منډې کړې وې. خو هغه مهال لا افغانستان د نړیوالو یو ورځنیو لوبو رسمي دریځ نه درلود.
۱۲۹ مخ : ٫٫ له ۲۰۰۸ وروسته کلونو کې بیا د افغانستان په ملي لوبډله کې دوه نور مهم لوبغاړي زیات شول. حمید حسن او شهزاد محمدي.،،
حمید حسن په ۲۰۰۶ کال کې لا د اې سي سي په ټرافي کې د افغانستان لپاره لوبېدلی و او شهزاد محمدي له ۲۰۰۹ کال څخه د افغانستان لپاره لوبه کړې ده .
۱۳۳ مخ : ٫٫ افغانستان هند ته د ۱۱۵ منډو هدف ورکړ.،،
افغانستان ۱۱۵ منډې کړې وې هدف یې د ۱۱۶ منډو ورکړی و.
۱۴۱ مخ: ٫٫ افغانستان په ۲۰۰۸ م کې چې د اسیا د کرېکټ شورا شل اوریزه ټرافي وګټله.،،
په ۲۰۰۸ کال کې د اسیا د شل اوریزو سیالیو کوم ټورنمنټ نه دی شوی، د اسیايي جام د غوراوي یو ورځنۍ لوبې شوې وې چې افغانستان په نیمه پایلوبو کې له هانګ کانګه بایلله وه. په هم هغه کال اسیایي جام هم شوی و چې بیا هم یوه ورځنۍ لوبې وې خو افغانستان ورته لار نه وه موندلې.
۱۷۰ مخ : ٫٫په ۲۰۱۹ م کې یې بنګله دېش او ایرلنډ څخه ټسټ لوبې وګټلې. دریمه ټست لوبه ترې ویسټ اڼديز وګټله.،،
هغه د افغانستان دریمه نه څلورمه ټسټ لوبه وه، لومړۍ له هند، دویمه له ایرلنډ، دریمه له بنګله دېش او څلورمه له ویسټ انډیز سره شوې وه. البته که منظور په یوه کال کې درې ټسټ لوبې وي بیا سمه خبره ده ځکه چې افغانستان په ۲۰۱۹ کې درې ټسټ لوبې کړې وې. خو که د افغانستان د ټولو لوبو يادونه وي بيا نو له ویسټ انډیز سره لوبه څلورمه وه.
۱۷۲ مخ : ٫٫د نولسمې پېړۍ په وروستۍ یا د شلمې په لومړیو کې رادیو او تلویزیون راووتل،،
دا دواړه د شلمې پېړۍ پیداوار دي. رادیو په ازمېښتي ډول په ۱۹۰۵ کې او تلویزیون په ۱۹۴۵ کال کې خپرونې پیل کړې.
۱۷۹ مخ : ٫٫ د افغانستان ملي رادیو تلویرون د افغانستان د رسنیو او د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ټلویزیوني چینل دی چې په ۲۰۱۹ کال د کریکټ پنځوس اوریز نړیوال جان سیالۍ یې له میدان څخه په ژوندۍ بڼه خپرې کړې.،،
د کتاب په ۱۸۵ مخ کې بیا راغلي: ٫٫ کله چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۰ کې په نړیوال جام کې لوبیده په کابل کې د موبي ګروپ په نامه د رسنیو یوې ادارې د نړیوالو لوبو د خپرېدو حق او امتیاز واخیست.،،
چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان لمر تلویزیون نړیوال جام ژوندی خپور کړ بیا په ۲۰۱۹ کال څرنګه ملي تلویزیون د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې لومړنی تلویزیون شو چې کرېکټ ژوندی خپروي؟ که ۲۰۱۰ شل اوریزې لوبې وې او دلته خبره د یو ورځنیو وي نو د ۲۰۱۵ کال نړیوالې اتلولۍ هم په افغانستان کې یوه تلویزیون خپرولې.
۱۸۹ مخ: ٫٫ په ۲۰۱۱ م کال کې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې لوبېدله……،،
د کرېکټ د شل اوریز جام په ۲۰۱۱ کې نه په ۲۰۱۰ کال کې و.
دغه پاس څو یادونې د کتاب تر ۱۹۰ مخ پورې تړاو لري. که په پاتې دوو سوو مخونو کې هم ورته ستونزې وي بايد اصلاح شي. خو پاس یادې شوې تېروتنې زړه ماتوونکې دي او پر نورو پاڼو باور ټکنی کوي. په دې هیله چې لیکوال او خپرندویه ټولنه د کتاب دغو خبرو ته جدي پام وکړي. يو ځل بيا باید وویل شي چې د جعفر هاند حوصله او له کرېکټ سره مينه د يادونې او ستاينې ده. د کتاب له چاپ وروسته ما پر خواله رسنۍ ورته ليکلي و چې دې لړۍ ته پسې دوام ورکړي او د راتلونکو کلونو تاريخ هم وليکي، په دې هيله چې ويې ليکي، چاپ يې کړي او تر خپله وسه دقيق واوسي.