دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبدقیقه ژبه (۲) ډاکتر محب زغم

دقیقه ژبه (۲) ډاکتر محب زغم

دویمه برخه

محب الله زغم

دقت، ګردان او ښکلا

استاد اسدالله غضنفر وايي چې کلمې لکه باري حیوان دي، که پر یوې کلمې د ډېرو معناګانو بار یوسو، ملا به یې ورماته کړو.

موږ په ځینو موردونو کې دا کار کوو مثلاً د «ټاکل او ټاکنې» کلمې په دې مثال کې:

ولسمشر کرزي ښاغلی فضل احمد معنوي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رییس په توګه وټاکه. ټاکل شوې ده چې دی به د ټاکنیزو ستونزو په ټاکلو کې جدي ګامونه پورته کړي.

دلته ټاکنې د انتخاباتو لپاره، وټاکه د مقررولو یا انتصاب لپاره، ټاکل شوې ده د «قرار است یا اټکل کېږي» پر ځای، او وروستی ټاکل د تعینولو یا معلومولو په معنا استعمال شوي دي. په دې منځ کې دوې معناوې سره متناقضې او تر یوه بریده متضادې دي. ټاکل یو ځل د انتخابولو (to elect) او بل ځای د انتصابولو (to select) په معنا راغلی دی، حال دا چې (په دې مورد کې) انتخاب د اکثریت په رایو باندې کېږي او انتصاب د شخص او چارواکي له خوا.

زما په باور د «ټاکل» نسبتاً دقیقه معنا تعینول یا مقررول دي او د انتخاباتو لپاره د دې کلمې استعمال په مشهورو غلطیو کې ګڼلای شو. موږ ته دا لانجه ځکه راپېښه ده چې غواړو خپله ژبه له عربي اصطلاحاتو پاکه کړو، که نه نو انتخابات عامه اصطلاح ده او ګومان کوم اړولو ته یې هېڅ اړتیا نه وه. ځینې لیکوال ګومان کوي چې د عربي کلماتو له شره په اسانه خلاصېدای شو؛ خو دې ته فکر نه کوي چې له دې کار سره د ژبې دقت ته څومره تاوان رسوو. څومره چې په یوه ژبه کې د کلماتو شمېر زیات وي، هماغومره یې دقت زیات وي او دا چانس ورته برابر وي چې د ظاهراً مترادفو کلماتو باریکیو ته پام وکړي او تر ممکنه حده پورې هره کلمه یوازې د یوه مفهوم لپاره استعمال کړي. که دا حتمي وګڼو چې فرضاً د انتخاباتو پر ځای بله پښتو اصطلاح وضع کړو، نو فکر کوم چې «غوراوی» به یې نسبتاً ښه معادل وي؛ ځکه د معنا په لحاظ له انتخاب سره اړخ لګوي.

سربېره پر دې عربي اصطلاحاتو زموږ ژبه نسبتاً بډایه کړې او ورسره یې د ژبې دقت رازیات کړی دی. عربي کلمې د تصریف یا ګردانولو پراخه تومنه لري خو اکثره پښتو انډولونه یې دغه کمال نه لري. که د انتخاباتو لپاره ټاکنې غوره اصطلاح وګڼو، د «منتخب» چاره به څنګه کوو؟  که موږ د «صفت» پر ځای «ستاینوم» ولیکو د «موصوف» لپاره به څه ولیکو او د «توصیف» او «متصف» انډول به له کومه کړو؟ له بلې خوا «ستایل» مثبت بار لري او هېڅکله په منفي معنا نه استعمالېږي، حال دا چې «صفت» ښه او بده دواړه معناوې لرلای شي. په ګرامر کې لولو چې صفت د نوم څرنګوالی بیانوي او په څرنګوالي کې ښېګنه او بد ګڼه دواړه راځي.

موږ په خپله ژبه کې زرګونو علمي اصطلاحاتو ته معادلې کلمې نه لرو، دې شي ته مو هله پام وراوړي چې علمي لیکنې راوژباړو؛ خو د دې پر ځای چې دا کار وکړو خپله انرژي د هغو عربي اصطلاحاتو په شړلو کې لګوو چې اوس مو ژبه خپل کړي دي او هډو راته پردي ښکاري نه.

د نویو علمي اصطلاحاتو په برخه کې به هم دا لازمه نه وي چې هرې یوې ته یې انډول ولټوو. بیولوژي اوس زموږ په ژبه کې عامه اصطلاح ده او ضرور نه ده چې فرضاً «ژواک پوهنه» یې وبولو. ګومان کوم د هغو اصطلاحاتو لپاره باید معادل پيدا کړو چې یا خو تلفظ یې زموږ په ژبه کې سخت وي او یا مرکبې کلمې وي. مثلاً «پواینټ آف ویو point of view» داسې مرکبه کلمه ده چې استعمال یې زموږ د ژبې له جوړښت سره ټکر لري او ګردانول یې سخت دي؛ خو «لیدلوری» د دې اصطلاح مناسب معادل دی ځکه دقیقاً هماغه معنا ښندي، په غوږو ښه لګېږي او په اسانۍ سره ګردانېږي (لیدلوری، لیدلوري، لیدلوریو). همدارنګه «سایکوانالیسز» دشپږو څپو مرکبه اصطلاح ده چې په پښتو کې یې استعمال نامأنوسه ښکاري نو بهتره ده «ارواشننه» یې وبولو. په ځینو لیکنو کې د همدې اصطلاح لپاره «ارواڅېړنه» راغلې ده؛ خو فکر کوم اروا څېړنه به یې دقیق معادل ځکه نه وي چې موږ څېړنه د تحقیق (research) لپاره استعمالوو او شننه د تحلیل (analysis) لپاره. له بلې خوا «ارواشننه» په غوږو ښه لګېږي؛ خو «ارواڅېړنه» یو څه درنده ده. له دې مثالونو دا نتیجه اخیستلای شو چې د نورو ژبو اصطلاحاتو ته باید داسې معادل وضع کړو چې دقیقاً هماغه معنا ولري، ګردان یا تصریف یې اسانه وي او په غوږو ښه ولګي یعنې ښکلی وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب