دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان والیبال ملي لوبډلې له مالدیف لوبه وګټله

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې له مالدیف لوبه وګټله

تاند ( یکشنبه د میزان ۲۹مه) د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن د مرکزي اسیا په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له مالديف سره ترسره کړه.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې ۳ د صفر پر وړاندې بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې په روان ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

افغانستان تر دې وړاندې ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللې دي.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوه نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغزستان سره ترسره کړي.

د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د ۶ هېوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوي دي.

دا ټورنمنټ به د اکټوبر تر ۲۴مې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب