یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Homeخبرونهایټالیا له خپل هېواده شړلي ۱۲ کډوال بېرته را وګرځول

ایټالیا له خپل هېواده شړلي ۱۲ کډوال بېرته را وګرځول

تاند ( یکشنبه، د میزان ۲۹مه) ایټالیا د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه شړلي مهاجر بېرته را وګرځول.

یاد هېواد ۳ ورځې وروسته له‌ هغې دا شمیر کډوال راستانه کړل، چې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته استولي وو.

رویټرز خبري اژانس پرون شنبه په یوه راپور کې لیکلي، چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته را وګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګله‌دېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه نه وو.

ښایي د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.

ټاکل شوې ده چې، د ایټالیا حکومت د محکمې د پرېکړې په اړه د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب