یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د پولیو شپږ نورې پېښې ثبت شوې

په پاکستان کې د پولیو شپږ نورې پېښې ثبت شوې

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) پاکستاني رسنیو نن وویل چې په دغه هیواد کې د پولیسو یا ګوزڼ ۶ تازه پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې دوې په سند، یوه په خیبرپښتونخوا او ۳ په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

دا ټولې پېښې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ثبت شوي دي.

له دې شپږ پېښو سره د سږ کال په لسو میاشتو کې په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۳۹ ته ورسید.

په یادو پېښو کې ۲۰ په بلوچستان، ۱۲ په سند، ۵ په خیبرپښتونخوا، یوه په پنجاب او یوه په اسلام اباد پورې تړاو لري.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې محوه شوی نه دی.

په افغانستان او پاکستان کې هرکال د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینون ترسره کېږي خو دا ډاډ نشته چې ټول ماشومان دې واکسین شي.

په افغانستان کې سږ کال تر دې دمه د پولیو ۲۲ پېښې ثبت شوي چې دا په تېرو درو کلونو کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.

ګوزڼ یا پولیو د انسان عصبي سیستم ته ځان رسوي او د فلج کېدو لامل ګرځي. له ۱۹۸۰ کلونو راپدېخوا ۹۹ سلنه ښه والی راغلی او شل میلیونه داسې خلک چې نن به فلج ول، د واکسین له برکته روغ رمټ ګرځي.

د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب