یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي په برید کې ۱۰ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

د ټي ټي پي په برید کې ۱۰ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د پوځ پر یوه پوسته د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کې لږترلږه ۱۰ پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا برید د خیبرپښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کې شوی دی.

امنیتي چارواکو ویلي چې د برید په نتیجه کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې حمله کوونکو له پوستې څخه وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کې په شويو وسله والو بريدونو کې ۷۷ کسان وژل شوي دي.

اسلام اباد مېشتې دغې څېړنيزې ادارې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۵) رسنيو ته په لېږل شوي راپور کې زياته کړې ده چې د پاکستان امنیتي وضعیت د اګست مياشتې پرتله په سپټمبر کې نسبتاً ښه شوی وو او په وسلوالو بريدونو کې اووه سلنه کمښت راغلی وو.

راپور کې راغلي چې په سپټمبر مياشت کې د شويو بريدونو پر مهال ۳۸ امنیتي منسوبین، ۲۳ ملکي وګړي او ۱۶ وسله وال وژل شوي، او پر دې سربېره ۱۳۲ کسان ټپیان شوي چې ۷۸ یې ملکي وګړي او ۵۴ يې امنیتي منسوبين دي.

د دې راپور له مخې تېره مياشت د پاکستان خیبر پښتونخوا ايالت تر ټولو زيات اغېزمن شوی چې ۴۷ بريدونه پکې شوي چې په کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب