دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهپښتین؛ له فشار سره سره به د ریاستي ظلم خلاف مبارزه کوو

پښتین؛ له فشار سره سره به د ریاستي ظلم خلاف مبارزه کوو

تاند ( یکشنبه، د میزان ۲۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د اکتوبر د یوولسمې جرګې پس په (پي ټي ایم) باندې د پاکستاني حکومت ظلم ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی.

پښتین څو شېبې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تر نن ورځې د دوی ۱۰۰۰ نه زیات ملګري اوس هم زندانیان دي او نور هم نیول کېږي.

پښتین لیکلي: “د ظالم ریاستي ادارو له خوا په زرګونه د تحریک ملګري د سخت دریځ ترهګر په شیډول فور کې ولیکل شول، د لیسټ هره ورځ په زیاتیدو دې او د ټولو خلاف کاروائې روانې دي.”

هغه وایي د جرګې تر پیل وړاندې یې دې هرڅه ته چمتووالی نیولی دی.

پښتین وایي، پاکستانی حکومت که هرڅومره هم د دوی د مبارزې مخه ونیسي، خو بیا به هم دوی د ریاستي ظلم خلاف مبارزه دوامداره ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د “ولسي پاڅون” په نوم لاریونونه کوي.

په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په خیبر او مومندو او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو پښین، زیارت او چمن کې سهار مهال اعتراضي غونډې او لاریونونه وشول او په نورو ښارونو کې غونډې روانې دي.

1 COMMENT

  1. زه خو دی جرګی ته په والله کومه هیله ولرم. پدی اساس:
    – د آی اس آی په امر سره ټول سیاسی ګوندونه په پښتونخوا کی دی جرګه دعوت نشول؟ ایمل ولی خان چی د پی ټی ام دښمن وو هغه هم ورځی او منظور ته غاړه ورکوی.
    – ټولو پښتنو دا امید درلود چی دی جرګی کی به د دیورند د فرضی کرښی د نه منلو بر علاوه د لوی افغانستان اعلان وشی خو منظور بیا هم آی اس آی ته د جنګ نه کولو زاری شروع کړې؟
    – آیا تاسو کوم بلوچ پدی جرګه ولید؟ پنجابی خیمیې، طبی کمپ زر تر زره د ګنډا پور لخوا ورته آماد شو. بله مهمه خبره د دولک او څلویښت زره کسانو ده.
    – د لښکر جوړول عین د انګریزانو پلان دی. ګوری به دا لښکر به د فوڅ پر ځای آی اس آی ته غلامی کوی دوی به بیان له ټی ټی پی (پاکستانی طالبان) سره جنګیږی یعنی چی پښتون به د پښتون په وسیله وژل کیږی او پنجابیان به یی بیا د غوندی په سر ناست سیل کوی. معلومه خبره ده چی ټی ټی بی به بیا د افغان طالبانو کمک ته سترګی نیولی وی او پوهیږی چی بیا به څه کیږی؟
    زه فکر کوم دا د انګریز تاریخ دی چی یو ځل بیا په همدی خیبر کی تکراریږی. خو ډیری پښتانه ورته خوشحاله دی ممکن زه به درست فکر نکوم. کداسی وی بیا نو بښنه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب