Homeسپورتوالیبال: افغانستان مادیق ته ماته ورکړه

والیبال: افغانستان مادیق ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۸ مه) د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن (یکشنبې) مالدیف ته درې پر صفر ماته ورکړه.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د څو اسیايی هیوادونو د روانو سیالیو په لړ کې افغانستان تېرې دوې سیالۍ د ترکمنستان او ازبکستان پر ټیمونو بایللي دي. خو دا یې لومړۍ مسابقه وه چې ویې ګټله.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به سبا (دوشنبې) له تاجیکستان او د سې شنبې په ورځ له قرغیزستان سره په وروستۍ مسابقه کې مخامخ شي.

د والیبال د اتلولۍ دا مسابقې د روان میزان په ۲۷ مه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شوې او د عقرب تر درېیمې پورې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...