دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeمقالېنړیوال نظم او افغانستان | نورمحمد غفوري

نړیوال نظم او افغانستان | نورمحمد غفوري

ما پخپله هغه بیانیه کې چې د سپتمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه مې (د افغانستان د لوی ملی چتر) د جوړولو د اعلان کنفرانس ته په دنمارک کې وړاندې کړه، د هېواد د تیر وخت او اوسنیو ستونځو ته مې اشاره کړې او همدا شان مې د موجودو مشکلاتو د حل له پاره خپل وړاندیزونه کړي دي. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې « زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار باسو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اوسنیو واکمنانو لخوا رامنځته شوي محدودیتونه تجدید نظر او بدلون ته ضرورت لري. د ښځو او نارینه و انساني فردي او اجتماعي حقوقو ته احترام د هېواد د ټولنیز ژوند په سمون او د ملي اقتصاد په تقویت کې مهم رول لوبوي. موږ د ټولو هغو بین المللي پلاتفورمونو څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان ملي ګټې ورپکې خوندي وي. موږ په داسې حال کې چې نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان پابندی غواړو؛ له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل د غښتلتیا او د دوحې له پروسې څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا هم تأیید شوې ده، ملاتړ کوو. موږ له یوې خوا د خپلو خلکو خدمت او ملی ګټو ته ژمن یو، د بلې خوا د بین المللی اصولو په رعایت هم ځانونه مکلف بولو او غواړو چې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ووزی او په بین المللي نظم کې معتبر مقام ولري.»

د نړیوال نظم د سم پیژندلو په اړه یو شمیر ځوانانو سوالونه مطرح کړي او ځینو نورو دوستانو نیوکې کړې دي. د انتقادونو په لړ کې یوه ملګري لیکلي چې «… مشکلات خو دغه نړیوال نظم او د دغه نظم رامنځته کوونکو پیدا کړي۔ دغه ټول جنګونه، شخړې، وژنې او ظلمونه د دغه نړیوال نظم حاکمان ترسره کوي۔

هر کار، هرفعالیت، هره هڅه، او هر تغیر چی د دغه نړیوال نوي نظم له خوا تشویق، تمویل او په لار اچول کیږي، هیڅکله د انسانانو په خیر نشي کیدای۔ شعارونه یی دروغجن دي، دعوې یې غلطې دي، عملونه یې منافقانه او غولوونکي دي. څو سلیزی کیږي د نړی انسانان تیرباسي او د نړۍ انسانان یی د ډول ډول ناورینونو او ستونځو سره مخامخ کړي۔ نیکبختي او له دغه ناورینو او ستونځو څخه د وتلو لار پدی کی نه ده چی په دغه نړیوال نظم (New World Order) کې د مقام پیدا کولو لپاره هڅې پیل شي۔ له دغه ستونځو او ناورینونو څخه هغه وخت ژغورل کیدلی او نجات پیدا کولای شو چی له دغه نړیوال ظالمانه نظم څخه د و تلو یوه سمه لار پیدا کړو او په هغه لار روان شو، تر څو دغه نظم رهبري کونکي انسي شیطانان و نه کولی شي مونږ ته ضرر ورسوي۔»

د ځوانانو د سوالونو او پورته ذکر شوی پاخه انتقاد ته په کتوسره غواړم ولیکم چې افغانستان د نړۍ جز دی او په هر ډول نړیوال نظم کې، که ښه وي او که بد، خپل معین موقف نیسي. د نړیوال نظم څخه د یوه ځانګړي هیواد را ایستل ناممکنه او نادرسته خبره ده. که موږ وغواړو او که نه، زموږ هیواد به د نړۍ په کُلی نظم او نظام کې خپل ځای نیسي. د نړیوال نظم د سمون او بهبود له پاره به د خپل توان په اندازه او په معین چوکاټ کې فعالیت کوو، خو له هغو د راوتلو لاره لټول او د خپل ځان منزوي کول د هېواد د ستونځو د حل لاره نه ده؛ دا چلند به زموږ ستونځې زیاتې کړي، خو کمولای یې نه شي. ددې امکان موږ ته لاسته نه راځي چې په یوازې ځان او تنهایۍ سره د موجود نظام څخه تيښته وکړو او ځان یې له غمه خلاص کړو. زه د ځوانانو د سوالونو د ځوابولو او د هغوی د پوهولو له پاره غواړم په نړیوال نظم لږ رڼا واچوم.  

نړیوال نظم څه شی دی؟

نړیوال نظم (Global Order) د نړیوالو اړیکو او سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو چارو په ساحه کې هغه چوکاټ ته ویل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره جوړ شوی وي. نړیوال نظم د قوانینو، اصولو، او نورمونو په واسطه تنظیمېږي، چې موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او بشري حقوقو ساتنه ده. نړیوال نظم معمولاً د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، نړیوال سوداګریز سازمان  (WTO)، او نورو تر چتر لاندې رامنځته کېږي او هېوادونه پکښې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره همکارۍ او دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې جوړوي. یا په بل عبارت ویلای شو چې نړیوال نظم د اصولو، قوانینو او نورمونو مجموعه ده چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه عمل کوي. دا نظم د نړیوالو سازمانونو او تړونونو په مرسته رامنځته کېږي، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیواله سوداګریزه اداره او نور چې موخه یې د سولې، ثبات، او نړیوالو اړیکو تنظیم دی. د نړیوال نظم تمرکز پر دې دی چې نړۍ په همغږۍ سره څنګه د شخړو او کړکېچونو مخنیوی وکړي، اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او نړیوال امنیت وساتي. 

نړیوال نظم اساساً د نړیوالو اړیکو د جوړولو، د قوې د ویش او د متقابلو همکاريو چوکاټ دی چې د نړۍ هېوادونه یې د خپلو اړیکو، تعاملاتو، او نړیوالو کړنو، د ملتونو ترمنځ د راشې درشې د تنظیمولو، د شخړو د مخنیوي او د ټولنېز پرمختګ لپاره کاروي او لکه چې ورته اشاره وشوه، په ټاکلو اصولو، قواعدو، قوانینو، سازمانونو او نارمونو ولاړ دی.

د نړیوال نظم فکټورونه او اجزاوې:

نړیوال نظم په څو مهمو ستنو (پایو) ولاړ دی چې په لاندې توګه ورته لنډه اشاره کوو:

1. د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه:

دا اصول او قواعد په نړیوالو معاهدو، تړونونو او نړیوالو قوانینو کې تسجیل شوي او هېوادونه مکلف دي چې هغوی ته درناوی وکړي. د مثال په توګه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، د جګړې اصول، او د نړیوالې سولې تړونونه د نړیوال نظم برخې دي او لاسلیک کوونکي هېوادونه یې اصولاً باید مراعات کړي. 

 

2.د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:

نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه (UN)، اسلامي کنفرانس (OIC )، نړیوال بانک (World Bank)، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) او ځینې نور د نړیوال نظم اصلي بنسټونه دي. دا سازمانونه د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکوي، شخړې حلوي او د نړیوالو مسایلو په اړه ګډې فیصلې کوي. موږ او تاسو یې ګورو چې عملاً ددې سازمانونو له اغیزې د هیواد را ایستل عملی جنبه نه شي موندلای او که فرضاً عملي هم شي، د هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دی.

3. په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او توازن:

د نړیوال نظم یو مهم عنصر د زور (قوت) ویش او د ملتونو ترمنځ د معین توازن ساتل دی. هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، او پوځي زور پر اساس په نړیواله کچه یو له بله بیل مقام لري. وايي چې د نړیوال نظم په چوکاټ کې د ځواک لرونکي هېوادونه هڅه کوي چې نړیواله سوله او امنیت وساتي. خو ځینې وخت چې د قوې سیالي او نابرابري شدیده شي، ستونزې او شخړې رامنځته کوي. لوی ځواکونه لکه متحده ایالات، چین، او اروپایي ټولنه د نړیوال نظم په ساتلو او جوړولو کې لوی رول لوبوي. زموږ هیواد که وغواړي او که نه، ددې نړیوالو فکټورونو تر اغیزې لاندې دی او ځان د هغوی له تاثیره نه شی را ایستلای.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۹ مه نېټه

(پاته برخه لري)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب