دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان الف لوبډلې تر سریلانکا وروسته بنګله دېش مات کړ

افغان الف لوبډلې تر سریلانکا وروسته بنګله دېش مات کړ

تاند( یکشنبه د میزان ۲۹مه) د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي لوبو په ۲مه لوبه کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر بنګله‌دېش الف لوبډله ماته کړه.
دغه سیالي یکشنبه ماښام ترسره شوه.

پیل کې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ ‌اچونه یې غوره کړه.

بنګله‌‌دېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې، چې پکې پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.

افغان الف لوبډلې لپاره بلال سمیع، قیس احمد، شرف‌الدین او کریم جنت یو ـ یو لوبغاړی وسوزوه.

افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ کې صدیق اتل د لوبې د ۲۰م اور په وروستي توپ په شپږیزې سره د بنګله‌‌دېش هدف پوره کړ.

اتل په‌دې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا د اسیا په ایمرجینګ جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله‌پسې دوهمه بریا وه. تر دې وړاندې یې په لومړۍ لوبه کې سرېلانکا ته ماته ورکړې وه.

افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب