دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهپه غور کې د داعش هغه غړي ووژل شول چې د دایکنډي...

په غور کې د داعش هغه غړي ووژل شول چې د دایکنډي پر اوسیدونکو یې برید کړی و

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۹ مه) راپورونه وايي چې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د طالبانو او داعش د ترهګرو ترمنځ نښته شوې ده.

طالبانو ته یوې نژدې ویبپانې المرصاد ویلي چې په دې نښته کې هغه کسان وژل شوي چې تېره میاشت یې ۱۴ هزاره وګړي په ډزو وژلي وو.

په غور کې شاهدان وايي چې نښته د یکشنبې په ماسپښین د فیروزکوه ښار په شمال کې په نورکوه او شاه‌تیغ سیمو کې شوې ده.

المرصاد ویبپاڼې ویلي چې «د داعش هغه غړي له منځه وړل شوي چې د غور ولایت  په وروستیو ورانکارو کړنو کې یې لاس درلود.»

طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو المرصاد ویلي چې د طالبانو د ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش دوه غړي، عزیز او مرتضی، وژل شوي دي.

المرصاد ادعا کړې چې مرتضی د یوه بهرني هیواد تبعه و.

د داعش ډیری غړی د تاجکستان اتباع دي. د مسکو او د ایران د کرمان په بریدونو کې هم د داعش تاجکستاني غړیو لاس درلود.

المرصاد همداراز ادعا کړې چې عزیز د هغې حملې د پلان او ترسره کولو مسوول و چې تېر میاشت د دایکنډي او غور ترمنځ پر سړک شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۱۴ هزاره ملکیان ووژل شول.

د دې رسنۍ په وینا، دغو کسانو په هغه برید کې هم لاس درلود چې د میزان په ۲۱مه نېټه ترسره شو.

په هغه برید کې، د داعش کسانو څلور طالبان د غور ولایت په چارسده ولسوالي کې په ډزو ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب