دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي د طالبانو ځواکونو د دایکنډي د بېګناه خلکو قاتلان له...

مجاهد وايي د طالبانو ځواکونو د دایکنډي د بېګناه خلکو قاتلان له منځه یووړل

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۹ مه) د طالبانو حکومت تایید کړه چې ځواکونو یې په غور ولایت کې د داعش هغه کسان وژلي چې تېره میاشت یې د دایکنډي پر بې ګناه ملکي وکړو په وژونکي برید کې لاس درلود.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د داعش یا کومې بلې ډلې نوم واخلي تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه ولیکل: «نن ناوخته په غور ولایت کې یوه وحشي او فتنه ګره ډله له منځه ولاړه، دا هغه ډله وه چې د غور او دایکنډي ترمنځ یې څه باندې شلو هزاره ګانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.»

ده دا هم ویلي چې د دې ډلې مشري له بلوچستان څخه کېده.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي چې د داعش مشران په بلوچستان کې اوسي او له هغه ځایه په افغانستان کې ورانکارو عملیاتو ته دوام ورکوي.

ده همداراز ویلي چې طالبانو د غور ولایت د مرکز په مارکو سیمه کې د یادې ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي، چې په پایله کې یې د دې ډلې مشر او یو بل مهم غړی وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې دې ترهګرې ډلې د غور په ګډون په کابل او بامیان ولایتونو کې په څو تروریستي بریدونو کې لاس درلود.

تر دې مخکې په غور ولایت کې له داعش سره د نښتې خبر طالبانو ته نژدې ویبپاڼې المرصاد ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب