Homeسپورتد نیوزیلنډ ښځینه لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه

د نیوزیلنډ ښځینه لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د جنوبي افریقا په ماتولو سره په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه.

پایلوبه نن یکشنبه د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه چې نیوزیلنډ د ۳۲ منډو په تفاوت وګټله.

د لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۸ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه امیلیا کر۴۳، بروکي هالیډی ۳۸ او سوزي بټز ۳۲ منډې وکړې.

سویلي افریقا ته بیا په توپ اچونه کې نانکولولیکو ملابا دوه لوبغاړې وسوځولې.

د نیوزیلنډ د هدف په دوام د سویلي افریقا لوبډلې ۱۲۶ منډې وکړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او یو وار بیا یې پایلوبه وبایلله.

لورا د جنوبي افریقا مخکښه منډه جوړونکې وه چې ۳۳ منډې یې کړې وې او د نیوزیلنډ په توپ اچونکو کې امیلا کر او رسمیري مایر ۳ـ۳ لوبغاړې وسوځولې.

د نیوزیلنډ ملي لوبډله تر دې وړاندې هم درې ځل تر پایلوبې رسېدلې وه، خو په لومړي ځل یې پایلوبه وګټله.

د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې بیا تېر ځل هم په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ماتې خوړلې وه او لا یې هېڅ نړیوال جام نه دی ګټلی.

سږکال په لومړي ځل د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینه وو په څېر و، ګټونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...