رحمت شاه فراز
د مسلمان امت په هغه روايت کې چې د قران او سنت په بنياد يې رغښت موندلی دی، دوه برخې ډېرې روښانه ليدلی شو. د مسلمانانو د روايت يوه برخه ثابته او بله يې متغيره ده. په ثابته برخه کې يې د حديثو مشهور کتابونه، څلور مذهبونه، څلور امامان او بيا هر هغه څوک او څه چې دې روايت ته يې په سيده يا ناسيده توګه کار او اثار ترسره کړي وي.
له برابره مرغه، د دې روايت د ثابتې برخې لوی اکثريت په برخه شو او په دې سره په دې برخه باندې تنقيد کول يا د تذليل او تکفير په معنا و او يا به اصلا د اعتنا وړ نه ګرځېده. همدا هغه څه دي، چې په ثابتې برخې شکونه را پورته کوي، په دې چې د دغې برخې د پلویانو له ډلې هېڅ کله يوه لوی عالم او دينپوه دې برخې ته د نقد او تنقيد قلم نه دی مخاطب کړی. د دې ښکاره وجه دا وه، چې په ثابته برخه تنقيد د اکثريت له ګوند څخه د غړيتوب د سلبېدو او د اقليت (يانې ګمراهو) په ډله کې د شموليت په معنا و. په ثابته برخه ستا ډېر علمي او محققانه تنقيد او تحقيق هم يا ستا د تضحيق او تکفير سبب ګرځېدلی شو او يا به دې د دار پړی په ازاده خوله هرکلي ته ولاړ و. له همدې امله خو ثابتې برخې ان تر ننه پورې يوازې او يوازې ستايونکي او پلويان لرلي دي او واقعي نقادان يې نه دي په برخه شوي.
د ثابتې برخې په دې پلويانو کې ډېر لوی، لوی نومونه تېر شوي دي، چې دلته به يې په دوو مثالونو خبرې وکړو.
د دغې برخې په ملاتړو کې د کلاسيک دور بهترين مثال امام غزالي دی. دی د حجة الاسلام په نوم مشهور دی. مګر ده هم چې کله د دين په هکله قلم پورته کړ، نو هېڅ نوی کار يې ونه کړ، بلکې ثابت او منل شوي روايت ته يې يو ځل بيا منل شوی او ثابت حيثيت ورکړ. د ده ډېر مشهور اثر «احياء علوم الدين» دی. خو پوښتنه دا ده، چې علوم الدين څه وي؟ او د دغو علومو احياء په څه معنا ده؟ ايا د معتزله او اشاعره فرقو د اختلافونو له کبله قرآن او سنت (العياذ بالله) وفات شوي وو، چې احياء ته يې ضرورت درلوده؟ خو که په قرآن او سنت کې تحريف نه و پېښ شوی، نو دين ولې مړ وګڼل شو؟ بله دا ده، چې د امام غزالي احياء ولې احياء وه؟ ولې دی پر حق و، نور ټول ګمراه و؟
امام غزالي د خپل وخت بيدار عالم و. ده فلسفه لوستې وه، د اسلام تاريخ يې کتلی و، د پخوانيو علماوو، حکومتونو او اشخاصو د عروج او زوال علتونه ور معلوم و او د دې ټولو په تناظر کې یې د ځان لپاره ډېره منطقي لاره غوره کړه. ده ليدل چې په اسلامي دنيا کې د درباري علماوو سکه تر ډېره نه چلېږي او يوازې هغو علماوو تلپاتې نوم پيدا کړی، چې له دربارونو لرې ګرځي او پاچاهان يې هم د ديدن تږي وي. امام غزالي هم له درباره ځان لرې کړ او په دې سره يې پاچاهان په ځان را مات کړل.
بله خبره دا وه، چې د ده په احياء اثر کې هم محتوا هغومره اغېزناکه نه وه او ډېرو ملايانو خو به يې د دغه کتاب نيمه برخه هم له سترګو نه وي تېره کړې، مګر نوم يې په ځان کې ډېر زيات کشش درلوده. غزالي څوک دی؟ داسې عالم دی، چې د احياء علوم الدين کتاب يې ليکلی، دين يې له فتنو ژغورلی او د دين احيا يې کړې. د دې کتاب د شهرت بله وجه دا وه، چې حجم يې لوی دی او پخوا دا خبره ډېره افتخار ګڼل کېده، چې پخواني عالم لس او شل جلده کتاب ليکلی دی. د امام فخر الدين رازي تفسير ټاکلې وه په دېرشو جلدونو کې يې وليکي، خو اوسنی پنډ تفسير يې هم تر ډېره د هر ډول مستندو او غيرمستندو اقوالو او حکايتونو مجموعه ده او داسې کيسې هم پکې موندلی شو، چې د الف ليلا له افسانو سره يې ډېر فرق نشته.
د ثابتې برخې په پلويانو کې د معاصرې زمانې دوه مهم نومونه شاه ولي الله دهلوي او ابوالحسن علي ندوي ښودلی شو. هغه کار چې امام غزالي د دين د صوفيانه تعبير په اساس وکړ، شاه ولي الله دهلوي د صوفيانه، سلفي او فقهي تعبيرونو په بنياد د همدې کچې کار وکړ. د ده مهم اثر حجة الله البالغة دی. دغه کتاب د غزالي له احياء سره دومره فرق لري، چې د غزالي له کتاب څخه تصوف او دين په مستقل ډول راويستلی شو، مګر شاه ولي الله دين، تصوف، سلفي او فقهي تعبيرونو ته داسې امتزاج ورکړ، چې له يو بله يې بېلول ډېر سخت دي.
ابوالحسن علي ندوي د دين په برخه کې داسې کار نه دی کړی، چې يو بېل مکتب يا تعبير دې وګڼل شي. خو د ده ټوله علمي او فکري ستړيا په دې هڅه کې ګالل شوې ده، چې د غزالي په څېر د خپل عصر ځوان نسل ته يو ځل بيا د ثابتې برخې انځور په ثابت ډول وښيي او په خپل زورور قلم دا ثابته کړي، چې ولې بايد په پټو سترګو له خپلو نيکونو ور پاتې میراث ومني. د ندوي د تحقيق او تنقيد قلم ته شاوخوا ټولې اسلامي نړۍ د تسليمي سر ټيټ کړی و. که ندوي د خپل قلم مازې يوه وړه برخه هم د ثابتې برخې په تنقيد او تنقيح کې چلولې وای، نو باوري يم چې په دې ميراث کې به يې ګڼو شکونو او شبهاتو ته لاره جوړه کړې وه او دغو شکونو به حتما د اسلام په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانيستې وه.
خو د ثابتې برخې د علماوو ډېری هڅې يوازې د «توضيح الواضحات» مصداق وې. مثلا پورته د تفسير رازي خبره ياده شوه. د قرآن کريم تفسير خو دومره لويه موضوع نه وه، چې دېرش جلده کتاب دې پرې وليکلی شي، ځکه په قرآن کريم کې يوازې درې ډوله ايتونه راغلي دي:
يو، د پخوانيو امتونو احوال دي. احوال تفسير او تشريح نه غواړي، بيان غواړي. دوه، نصايح او پندونه دي، چې ډېر تفسير او تشريح ته ضرورت نه لري. خو دا چې علماوو ته خپله ژرف بياني ډېره ښه ښکاري، نو له يوې وړې خبرې هم لوی داستان جوړولی شي. درې، د دين احکام او عقايد دي. خو که په دې برخه کې ابهام او ګونګوالی او تفسير ته يې اړتيا ومنو، نو دا به په دې معنا وي چې نبي کريم ص او صحابوو اصلا په دين عمل نه دی کړی او نه يې په کومو عقايدو ايمان لرلی دی (العياذ بالله). په دغو درې واړو برخو چې د عربو جاهله ټولنه پوهېدله، نو عجم به ولې نه پوهېدل؟
زموږ په دینپوهانو کې يو بل شديد تمايل دا و، چې يوه عالم به ګونګ، مبهم او کوډ شوي کتابونه وليکل او راتلونکو نسلونو به يوازې د هماغه متن په تفسير او وضاحتونو کې هلې ځلې کولې. په مثال کې يې لومړی د ابن تيمية اثار در وګورئ او بيا د ابن القيم اثارو ته ورشئ. داسې به هم کېدل، چې لومړی به يوه لنډه رساله وليکل شوه، بيا به د هغې له تفسير نه لوی کتاب جوړ شو. يا به لومړی په څو جلدونو کې پنډ کتاب وليکل شو او وروسته به خپله ليکوال يا بل تن د هغه خلاصه وکښله. په مثال کې يې د امام غزالي احيا علوم الدين او بيا وروسته کيميای سعادت کتلی شئ. په دې نږدې زمانه کې هم د ديوبند اشرف علي تهانوي د (بيان القرآن) په نوم د قرآن لنډ او مبهم تفسير وکړ او وروسته يې يوه مريد دغه لنډ تفسير په درې جلدونو کې يو ځل بيا تفسير کړ. حيراني دا ده، چې د قرآن تفسير هم تفسير ته اړتيا لرله!
په دې ټوله سيناريو کې د بدمرغي ځای دا دی، چې اوسمهال چې ځينې ادارې او افراد را پورته شوي او د دغې ثابتې برخې پلويان يې متزلل کړي، نو زه حيرانه يم چې بيا هم دې تزلزل يادو پلويانو ته د غور او تدبر يوه شېبه نه ده ورکړې، چې خپل روايت ته د شک په سترګه وګوري. دوی ته له يوې خوا که دغه اشخاص او ادارې د اقليت (يانې ګمراهانو) له ډلې ښکاري، نو بلې خوا ته حيرانه هم دي او همدا يې لويه نيوکه هم ده، چې دغو نوو دینپوهانو ته دين څرنګه دومره اسانه شوی دی؟ دغه اقليت چې تفسير کوي، ولې زموږ د اسلافو کنجکاوۍ په کې نشته، څرنګه له ايتونو څخه د پخوانيو علماوو له حوالو پرته احکام استنباط کولی شي؟ ولې دوی ته د احاديثو سنګينه ماڼۍ د شګو محل ښکاري، چې د نقد معمولي څپه يې هم نوم او نښان ور ړنګولی شي؟
کاشکې دوی د دغو پوښتنو په مقابل کې د رښتيني تحقيق او تنقيد روش خپل کړی وای، خو دوی که له يوې خوا په دې پوښتنو غور نه کوي، نو بلې خواته همدا پوښتنې په مقابل لوري د ټاپو وهلو لپاره بنياد ګرځوي او له سمې لارې يې کاږه شوي بولي.